نړۍ

زرګونه فلسطینیانو له اسرائیلو سره له اوربنده تود هرکلی څرګند کړ

Published

on

Reuters
(Last Updated On: )

رویټرز راپور ورکړی، چې په غزه کې په زرګونه فلسطینیان سړکونو ته راووتل او له اسرائیلو سره یې له اوربنده تود هرکلی وکړ.

دا په داسې حال کې دهو چې د جمعې پر ورځ د غویی ۳۱  فلسطینانو  او اسرائیلو د مصر، قطر او ملګرو ملتونو تر منځ اوربند اعلان کړ.

یوه فلسطیني خبریال په دې اړه رویټرز ته څرګنده کړې؛ زه فکر کوم، چې د خلکو مقاومت او ملاتړ دا بریا رامنځته کړې ده.  په داسې حال کې، چې په غزه کې یې پوره مالي او انساني زیانونه اړولي دي.

په تېرو ۱۱ ورځنیو جګړو کې د حماس او اسرائیلو تر منځ په سختو نښتو کې سلګونه فلسطینیانو ته مرګ و ژوبله اوښتې ده.

په دې موده کې، اسرائیلو له راپورونو سره سم د فلسطین په خاوره کې په زرګونه بریدونه شوي، چې په کې د ښځو او ماشومانو په ګډون سلګونه فلسطینیان وژل شوي دي.

حماس د اسرائیلو د برید په ځواب کې پر اسرائیلو هم سلګونه توغندي ویشتي، چې د اسرائیلو د څرګندونو له مخې ۱۲ اسرائلیان وژل شوي او۱۰۰  نور ټپیان دي.

د فلسطین روغتیایيچارواکو تېره پنجشنبه ویلي وه، چې په دې نښتو کې د ۶۵ ماشومانو او ۳۹ میرمنو په ګډون ۲۳۲ فلسطینیان وژل شوي او له ۱۹۰۰ ډېر ټپیان دي.

Trending

Exit mobile version