تازه خبرونه
رییس الوزراء د سوریې لنډمهاله ولسمشر ته مبارکي ورکړه
د سوریې د ولسمشرۍ دفتر نن (سېشنبه د سلواغې دېرشمه) په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، چې ملا محمد حسن اخوند د ستونزو په لرې کولو او د سوریې د خلکو د اهدافو او هیلو په پوره کولو کې احمد شرع ته د بریالیتوب هیله کړې ده.

(Last Updated On: )
د اسلامي امارت رییس الوزراء محمد حسن اخوند په یوه پیغام کې د سوریې لنډمالي ولسمشر احمد شرع ته د دې هیواد د ولسمشرۍ مبارکي ورکړې ده.
د سوریې د ولسمشرۍ دفتر نن (سېشنبه د سلواغې دېرشمه) په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، چې ملا محمد حسن اخوند د ستونزو په لرې کولو او د سوریې د خلکو د اهدافو او هیلو په پوره کولو کې احمد شرع ته د بریالیتوب هیله کړې ده.
د دغې خبرپاڼې له مخې، محمد حسن اخوند هیله څرګنده کړې، چې د افغانستان او سوریې ترمنځ د ورورګلوۍ اړیکې به داسې ټینګې او پیاوړې شي، چې دواړو هېوادونو ته ګټه ورسوي.