تازه خبرونه
رینا امیري د افغان میرمنو په حقوقي چارو کې د امریکا ځانګړې استازې شوه

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت افغانه امریکايي رینا امیري د افغان ښځو او نجونو لپاره د امریکا د ځانګړې استازې او سټیفني فوسټر د افغان ښځو او نجونو د بیا میشتېدنې لپاره د سترې سلاکارې په توګه ګمارلي دي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلینکن ویلي: مونږ یو سوله ییز، باثباته او باامنه افغانستان غواړو، چې ټول افغانان په کې ژوند وکړي او په سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو برخو کې پرمختګ ولري. ځانګړې استازې رینا امیري به دې کوخې ته د رسېدو لپاره له ما سره په ګډه کار وکوي.
میرمن رینا امیري په تېرو دوه لسیزو کې د ملګرو ملتونو ټولنې په ګډون په بېلابېلو ادارو او د امریکا په بهرنیو چارو وزارت کې دندې ترسره کړې دي.
په افغانستان کې د ښځو د حقونو فعالانو له دې پرېکړې هرکلی کړی او وایي، چې د امریکا حکومت باید د پخوا په څېر د ښځو پر حقونو معامله ونکړي.
اسلامي امارت ويلي، دوی د افغانستان د ټولو وګړیو په ځانګړي توګه د نجونو او ښځو د حقونو د خوندیتوب غوښتونکي دي او ورته ژمن هم دي.
دا ټاکنې په داسې حال کې شوي، چې نړیواله ټولنه په افغانستان کې د ښځو د حقونو پر محدودیت نیوکې کړيدي.