تازه خبرونه

روغتیا وزارت په اختر کې پر روغتیاي سپارښتنو ټینګار څرګند کړ

Published

on

(Last Updated On: )

د عامې روغتیا وزارت د هېواد له وګړیو غوښتي، چې د اختر په ورځو کې له تګ راتګ، ښکلولو، غېږ او لاس ورکولو او په عامه ناستو کې له ګډون کولو ډډه وکړي.

د عامې روغتیا وزارت چارسمبالي وحید مجروح په یو خبري ناسته کې ويلي؛ په هېواد کې کرونا ویروس اوس هم مخ پر زیاتېدو دی او خلک باید د دغه وزارت سپارښتنې په پام کې ونیسي.

هغه خبرداری ورکوي؛ که خلک د اختر په ورځو کې خلک تګ راتګ وکړي، د کرونا ویروس پېښې به ډېرې او لوی شمېر مرګ او ناروغي به رامنځته شي.

وحید مجروح زیاته کړې؛ که خلک د لوی اختر په ورځو کې له تګ راتګ ډډه ونکړي، د کرونا ویروس په مثبتو پېښو کې به ډېروالی رامنځته او د خلکو اخته کېدل او مړینه به ورسره ډېره شي.

وحید مجروح خلکو ته خبرداری ورکړی، چې د اختر په ورځو کې باید ډېر پام وکړي؛ ځکه، چې همدا اوس زمونږ روغتونونه له ۵۰ څخه تر ۸۰ سلنې له ناروغانو ډک دي.

نوموړي زیاته کړې، چې د اکسیجن کمښت اوس هم د وزارت لپاره ننګونه ده.

د عامې روغتیا وزارت ویلي، چې په تېرو څلیریشت ګړیو کې ۱۷۵۹ شکمنې پېښې کتل شوي، چې ترې ۳۷۸ نوې مثبتې پېښې ثبت شوې او په همدومره وخت کې ۴۹ کسان مړه شوي ۶۴۹ نور رغېدلي دي.

د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې؛ په ټول هېواد کې پر کرونا د اخته کسانو شمېر ۱۴۹۶۰۲ ته رسېدلی، ۶۱۴۷ مړه شوي او ۸۷۶۱۲ نور ترې رغېدلي دي.

د جان هاپکنز پوهنتون د څرګندونو له مخې؛ په نړۍ کې د کرونا ویروس ټولې تائید شوې مثبتې پېښې ۱۸۹۵۷۰۹۷۸ رسېدلي او ۴۰۷۶۳۵۶ نور ترې مړه شوي دي.

Trending

Exit mobile version