نړۍ

روسیې ۴۰ آلماني ډیپلوماټان له خپلې خاورې وشړل

Published

on

(Last Updated On: )

د رویټرز د راپور له مخې؛ د روسیې بهرنیو چارو وزارت د دوشنبې پر ورځ څرګنده کړې، چې له برلینه د روسي ډیپلوماټانو د ایستلو په غچ کې مو د جرمني څلویښت ډیپلوماټان نامطلوب اعلان او وشړل.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې په مسکو کې یې د جرمني سفیر احضار کړ او ورته یې ویلي، چې په روسیه کې د جرمني د ډیپلوماټیک ماموریت ۴۰ غړي د نه منلو وړ پېژندل شوي دي.

د جرمني د بهرنیو چارو وزیرې انالنا بربوک د روسیې دغه پرېکړه غندلې او ویلي یې دي: مونږ له روسیې دا تمه نلرله، چې داسې یو ګام به واخلي.

بربوک زیاته کړې؛ د آلمان د بهرنیو چارو وزارت ګوښه شويو همکارانو هیڅ اشتباه نده کړې. ملګري یې د خراب وضعیت سره سره د دوه اړخیزو اړیکو د ښه کولو له لیوالتیا سره خپل هېواد ته رارسېلي دي.

د آلمان د بهرنیو چارو وزیره وایي، د دوی له شړلو سره، روسیې خپل ځان ته نور هم زیان رسولی دی.

له دې مخکې د اپریل په میاشت کې آلمان له برلینه د روسیې د سفارت څلویښت تنه کارکوونکي نامطلوب کسان نومولي وه او له هېواده یې وشړل.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې ویلي، چې د جرمني د بهرنیو چارو د وزیرې انالنا بربوک د څرګندونو په وړاندې د سخت اعتراض یو یاداښت په مسکو کې د برلین سفیر غزا انډریس وون ګیر ته سپارل شوی دی.

انالنا بربوک د روسي ډیپلوماټانو د شړلو پر مهال ویلي وه، چې دوی هره ورځ په جرمني کې زمونږ د ټولنې د آزادۍ او یووالي پر ضد کار کاوه او د دغو روسي ډیپلوماټانو فعالیتونه د هغو کسانو لپاره ګواښ دی، چې پناه یې اخیستې ده.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زاخارووا د جرمني د ډیپلوماټانو د شړلو له اعلان وروسته وویل: مونږ هم د جرمني د سیاسي ماشین دغه دښمنانه عمل ته ځواب ورکوو.

Trending

Exit mobile version