تازه خبرونه

روسیې پر اوکراین د شمالي کوریا توغندي توغولي

Published

on

(Last Updated On: )

د ملګرو ملتونو د بندیزونو څارونکیو د امنیت شورا یوې کمیټې ته په یوه راپور کې څرګنده کړې؛ د اوکراین پر خارکوف لګیدلی توغندی ښیي، چې په شمالي کوریا کې جوړ شوی دی.

د رویټرز د څرګندونو له مخې: د ملګرو ملتونو د بندیزونو د څارنې ډلې په هغه راپور کې، چې پرون (دوشنبه د غوایی لسمه) یې امنیت شورا ته وړاندې کړ؛ په ډاګه کوي، چې د اوکراین په خارکوف ښار کې د جنورۍ پر دوه‌یمه د توغندیز برید پاتې شوني د شمالی کوریا Hwasong-11  بالیستیک توغندي دي.

مسکو او پیونګ یانګ دواړو دا تورونه رد کړي؛ خو تېر کال یې ژمنه کړې وه، چې پوځي اړیکي به پراخوي.

د ۲۰۲۴ ز. کال د جنورۍ پر دوه‌یمه له برید څو ورځې وروسته د خارکوف سیمې څارنوالۍ د توغندیو ټوټې رسنیو ته وښودلې او څـرګنده شوه، چې دا د روسیې له ماډلونو څخه توپیر لري او ممکن دا توغندی د شمالي کوریا لخوا چمتو شوی  وي.

شمالي کوریا له ۲۰۰۶ ز.کال راپدیخوا د بالیستیک توغندیو او اټومي پروګرامونو د پراختیا له کبله د ملګرو ملتونو تر بندیزونو لاندې ده او له هغه وخت راپدیخوا دغه بندیزونه نور هم سخت شوي دي.

د ملګرو ملتونو د بندیزونو درې څارونکیو د روانې میاشتې په پیل کې اوکراین ته د توغندي د پاتې شونو د کتنې لپاره سفر وکړ؛ خو داسې شواهد یې ونه‌موندل، چې دا توغندی دې د روسیې لخوا جوړ شوی وي.

د راپور له مخې؛ دوی په خپلواکه توګه نشي کولی دا معلومه کړي، چې راکټونه له کوم ځای څخه او د چا لخوا توغول شوي.

دغو څارونکیو ویلي، چې د اوکرایني چارواکو له‌خوا د دغه توغندي د توغولو په اړه ورکړ شوي معلومات ښيي، چې دا د روسیې له خاورې توغول شوی دی.

د دوی د څرګندونو له مخې؛ که دا تږغندی د روسي ځواکونو په واک کې و، نو ښایي دا په ډاګه کړي، چې روسیې ترلاسه کړی او دا د شمالي کوریا پر وړاندې د ۲۰۰۶ کال د وسلو له بندیز څخه ښکاره سرغړونه ده.

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت شورا ویاند تېر کال ویلي وه، چې شمالي کوریا په دې وروستیو کې مسکو ته د اوکراین پر ضد د روسیې په جګړه کې د کارولو لپاره بالیستیک توغندي او لانچرونه ورکړي، چې ځینې یې روسیې پر اوکراین توغولي دي.

د امریکا حکومت په دې باور دی، چې تېر کال د روسیې او شمالي کوریا د مشرانو له غونډې وروسته روسیې ته د شمالي کوریا له‌خوا د بالیستیک توغندیو او توپونو د لېږلو لړۍ پیل شوې ده.

Trending

Exit mobile version