تازه خبرونه
روسیې د افغانستان د سولې په اړه د مسکو ناستو ته چمتووالی څرګند کړ

(Last Updated On: )
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف ویلي، چې روسیه چمتو ده د افغانستان په اړه د مسکو د سولې خبرو بیا پیلولو ته وروګرځي.
رویټرز څرګنده کړې، چې د مسکو ناستې له۲۰۱۶ کال راپدیخوا د روسیې په پلازمېنه کې د افغان ګوندونو د استازیو او همدارنګه لیوالو هېوادونو په ګډون ترسره شوې دي.
لاوروف ویلي؛ مسکو د واک شریکولو له داسې لنډمهالي حکومته ملاتړ کوي، چې په افغانستان کې سیاسي حل رامنځته کړي.
د روسیې بهرنیو چارو وزیرلاوروف په دې اړه له امریکایي، چینایي او ترکیې سیالانو سره بحث او خبرې کړې دي.
دا په داسې حال کې ده، چې د ملا عبدالغني برادر پر مشرۍ د طالبانو ۹ کسیز پلاوي کابل ته راغلی او د پلاویو غړیو له بېلابېلو سیاسي مشرانو سره لیدلي هم دي.