تازه خبرونه

روسیې او تاجکستان د افغانستان پولې ته نږدې پوځي روزنه پیل کړه

Published

on

(Last Updated On: )

د روسیې تاس خبري سرچینې د دوشنبې پر ورځ خبر ورکړ، چې د روسیې او تاجکستان پوځ د افغانستان پولې ته نږدې پوځي روزنیزې هڅې پیل کړې، چې د وري تر ۱۸ به روان وي.

دغه روزنیزې هڅې د تاجکستان په روزنيز ډګر یا حرب ډګر کې، چې له افغانستان سره له پولې شل کيلومتره واټن لري؛ پيل شوې دي.

د روسیې پوځ ویلي، چې د دغو پوځي هڅو د ترسره کولو موخه په غرنیو سیمو کې د غیر قانوني وسله‌والو ډلو د له منځه وړلو لپاره ګډو عملیاتو ته چمتووالی دی.

د روسیې پوځي ډله، چې په دې روزنیزو هڅو کې یې د ۲۰۱ پوځي اډې واحدونه ونډه لري، چې ټولټال ۳۰۰ کسان دي.

د ۲۰۱۲ ز. کال د اکتوبر په میاشت کې د لاسلیک شوي تړون له مخې به په تاجکستان کې د روسیې پوځي اډه تر ۲۰۴۲ کال پورې پاتې وي.

Trending

Exit mobile version