تازه خبرونه
روسیه په افغانستان کې پوځي ښکېلتیا نه غواړي – پوتین

د رویټرز د څرګندونو له مخې؛ د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د سې شنبې پر ورځ د وږي ۲ په ډاګه کړه، چې روسیه به خپل وسلوال ځواکونه افغانستان ته د جګړې لپاره ونلیږي او مسکو د شوروي اتحاد له لس کلنې ناکامې لاسوهنې زدکړه کړې ده.
ولادمیرپوتین د متحدې روسیې د حاکم ګوند د کنګرې په جوړوشویو مراسمو کې ویلي؛ تاسې پوهیږئ، چې دا مهال په افغانستان کې وضعیت څومره ستونزمن او د اندېښنې وړ دی. مونږ د وضعیت څارنه کوو او له خپلو متحدینو سره په ډله ییز امنیت تړون ټولنه (سي اس ټي او) کې له نږدې کار کوو.
پوتین زیاته کړې؛ مونږ به د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه ونکړو او وسلوال ځواکونه مو په جګړه کې نه ښکېلیږي.
دغه راز د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګې لاوروف د سې شنبې پر ورځ ویلي، چې چین، امریکا او پاکستان د افغانستان د کړکیچ د حل لپاره منځګړیتوب ته لیواله دي.
لاوروف وایي: مونږ په افغانستان کې د سولې او ثبات خوندي کولو ته ژمن یو، چې سیمې ته هیڅ راز ګواښ نه وي.
دا په داسې حال کې ده، چې روسیي چارواکو څرګنده کړې: پخوانی شوروي اتحاد له هغه هېواد(افغانستان) څخه خپله ځانګړې تجربه لري او مونږ دا درس زدکړی دی.