ساینس او ټیکنالوژي
روسیه نړیوال فضایي تمځي خوشې کوي

روسیې په ډاګه کړې، چې په ۲۰۲۴ زېږدیز کال کې به له نړیوال فضایي سټیشن څخه ووځي.
روسي چارواکو په دې اړه څرګنده کړې؛ هڅه کوي، چې خپل خپلواک فضايي تمځی جوړ کړي.
د روسیې د نړیوال فضایي تمځي شبکې اجرائیوي مشر یوري بوریسوف وايي: له شک پرته مونږ به تر ۲۰۲۴ پورې له خپلو ملګرو سره خپلې ټولې ژمنې پوره کړو؛ خو له ۲۰۲۴ زېږدیز وروسته د تمځي پریښودو پرېکړه شوې ده. زه فکر کوم، چې په دې وخت کې به مونږ د خپل خپلواک فضایي تمځي لرونکي شو.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند ندپریس وايي: که څه هم پر اوکراين د روسيې پوځي يرغل د مسکو او واشنګتن پر اړيکو اغېز کړی؛ خو دواړه هېوادونه له څو لسيزو راپدیخوا د فضايي څېړنو په برخه کې له يو بل سره همکاري کوي او امريکا غواړي دغه اړيکې ټينګې پاتې شي.
د نړۍ له نورو ستورمزلو سره د روسیې او امریکا فضانوردانو له نوي یمې لسیزې راپدیخوا په نړیوال فضایي تمځي کې بریالۍ همکارۍ کړي؛ خو پر اوکراین د روسیې د بریدونو او له دغه هېواد سره د لوېدیځ بلاک د ټکر له پیل راپدیخوا مسکو ګواښ کړی، چې د نړیوال فضايي تمځي څخه به ووځي.
ناسا ويلي، چې تر دې دمه یې په دې اړه د روسیې رسمي غوښتنه ترلاسه کړې نده.
دغه فضايي نړیوال تمځی د نړۍ د پنځو فضايي ټولنو د همکارۍ محصول دی او له ۱۹۹۸ کال راپدیخوا د ځمکې مدار ته وردننه شوی دی.
دا تمځي د زرګونه فضايي څېړنو او تجربو لپاره کارول شوی دی.