نړۍ

روسیه او شمالي کوریا به دوه اړخیزې اړیکې نورې هم پراخه کړي – پوتین

Published

on

پیونګ یانګ دولتي رسنۍ د دوشنبې پر ورځ څرګنده کړې، چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د شمالي کوریا مشر کیم جونګ اون ته ویلي، چې دواړه هېوادونه به هر اړخیزې او رغنده دوه اړخیزې اړیکې پراخه کړي.

د شمالي کوریا  KCNA خبري آژانس څرګنده کړې؛ پوتین د شمالي کوریا د آزادۍ د ورځې په مناسبت کیم ته په یوه لیک کې په ډاګه کړې؛ نږدې اړیکې به د دواړو هېوادونو په ګټه وي او د کوریا تاپووزمې او د شمال ختیځې آسیا د سیمې د امنیت او ثبات په ټینګولو کې به هم مرسته وکړي.

رویترز د راپور له مخې؛ کیم هم پوتین ته یو لیک لیږلی، چې د روسیې او شمالي کوریا ملګرتیا په دوه یم نړیوال جنګ کې د جاپان له بریا سره رامنځته شوې، چې د کوریا تاپو وزمه یې نیولې وه.

کیم په لیک کې ویلي، د دواړو هېوادونو تر منځ ستراتیژیکه او تاکتیکي همکاري، ملاتړ او پیوستون له هغه وخت راپدیخوا یوې نوې کچې ته رسیدلی، چې د دوی ګډې هڅې د دښمن پوځي ځواکونو له خوا د ګواښونو او پارونو د مخنیوي لپاره دي. KCNA د دښمن ځواکونه په ګوته نه کړل، مګر دا په عموم ډول د متحده ایالاتو او د هغه متحدینو ته د راجع کولو لپاره دا اصطلاح کارولې.

کیم وړاندویېنه وکړه، چې د روسیې او شمالي کوریا ترمنځ همکاري به د هغه تړون پر بنسټ وده وکړي، چې په ۲۰۱۹ کې له پوتین سره د لیدنې پرمهال لاسلیک شوی دی.

Trending

Exit mobile version