لوبی

روسیه او بیلاروس په ۲۰۲۲ بیجینګ پارالمپیک کې له ګډون بې برخې شول

Published

on

د پارالمپیک نړیوالې کمیټې (IPC) د روسیې او بیلاروس ورزشکاران پر اوکراین د روسیې د برید له کبله  د ۲۰۲۲ کال په بیجینګ ژمني پارالمپیک لوبو کې له ګډونه بې برخې کړل.

ټاکل شوې وه، چې د دواړو هېوادونو ورزشکاران د پارالمپیک نړیوالې کمېټې تر څارنې لاندې په یادو لوبو کې سیالي وکړي؛ خو د پارالمپیک ملي کمېټه اړ شوه، چې په دې اړه خپله رای بدله کړي.

د روسي ورزشکارانو له دې مخکې هم بې پرې سیالۍ کولې.

د المپیک د نړیوالې کمېټې مشر انډرو پارسونز ټینګار کړی، چې دا بدلون د المپیک د ملي کمېټې د فشارونو له کبله رامنځته شوی دی.

انډرو پارسونز وایي: مونږ باور لرو، چې سپورت او سیاست باید سره ګډ نشي؛ خو اوس جګړه دغو لوبو ته هم راررسېدلې او د پردې تر شا ډېر حکومتونه مونږ اغېزمنوي. د پارالمپیک نړیواله کمېټه د غړیو تر منځ محوري حیثیت لري او مونږ د خپلو غړیو سازمانونو نظرونه منو. پرون زمونږ په پرېکړه کې مونږ د پارالمپیک غورځنګ روغتیا او اوږدمهاله بقا په پام کې ونیوله.

د پارالمپیک نړیواله کمېټه په پام کې لري، چې یوه عمومي ځانګړې غونډه جوړه او پدې اړه رای ورکړي، چې آیا د غړیتوب لپاره اوربند ته اړتیا شته او کنه. دغه راز به  په دې ټولنه کې د روسیې او بیلاروس د غړیتوب د ځنډولو یا لغو کولو په اړه هم رایه ورکړ شي.

Trending

Exit mobile version