تازه خبرونه
روسي او هندي چارواکو د افغانستان پر حالاتو خبرې وکړې

د افغانستان لپاره د روسيې ځانګړي استازي هند ته د سفر پر مهال د دغه هېواد د بهرنيو چارو وزارت له چارواکو سره د افغانستان د مسايلو په اړه خبرې کړې دي.
د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف هند ته په سفر کې د هند د بهرنیو چارو وزارت له ګډ سکرټر سره د افغانستان د مسئلې په اړه غږیدلی دی.
د هند د بهرنیو چارو وزارت ویلي دواړو لوریو د افغانانو د هوساینې لپاره د پراختيايي مرستو پر اړتيا ټينګار کړى دى.
د هند د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې ضمیر کابلوف او جې پي سنګ د افغانستان پر روان وضعیت خبرې کړي او د افغانانو د هوساینې د ملاتړ لپاره یې د پراختیايي مرستو پر دوام او اړتیا ټینګار وکړ.
همدارنګه د افغانستان لپاره د چین ځانګړي استازي هم له خپل ازبک سیال عصمت الله ارګاشیف سره د افغانستان په اړه کتلي او خبرې اترې کړې یې دي.
يوو شياویونګ په ایکس پاڼه کې لیکلي، چې د افغانستان د سولې او بيارغونې لپاره د همکاريو زياتول د دواړو خواوو د غونډې مهم ټکي دي.
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الل مجاهد ویلي؛ د اسلامي امارت د ډیپلوماټیکو هڅو په پایله کې د افغانستان په اړه په سیمه کې د همکارۍ ښه روحیه رامنځته شوې او هېوادونه په دې پوه شوي، چې په افغانستان کې ثبات او امنیت د ټولو هېوادونو پر ګټه دی.
له دې مخکې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د عموي منشي ځانګړې استازې روزا اتونبایوا هم تهران ته په خپل سفر کې د افغانستان په اړه له ایراني چارواکو سره خبرې کړې وې.
ویل کیږي، چې په نږدې راتلونکي کې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي پر مشرۍ د قطر درېیمه نړیواله ناسته جوړیږي.