تازه خبرونه
روانې جګړې له ۷۰۰۰۰ ډېرې کورنۍ بې ځایه کړي – چارواکي

د کډوالو او بېرته را ستنېدونکیو چارو وزارت ویلي؛ په هېواد کې د روانو جګړو له کبله ۷۰۰۰۰ کورنۍ بې ځایه شوي دي.
ملت ته د دولت د ځواب ورکولو په بهیر کې د کډوالو او بېرته راستنېدونکیو چارو وزارت څرګنده کړې، چې دغو بېځایه شویو کدوالو ته د نړیوالو بنسټونو لخوا د مرستو رسولو لړۍ هم پیل شوې ده.
د کډوالو او بېرته را ستنېدونکیو چارو وزیر نورالرحمان اخلاقي په دې اړه ویلي؛ له ۱۷ زره ډېر کډوال د حکومت تر پوښښ لاندې راغلي او له هرې کورنۍ سره ۱۵۰۰۰ افغانۍ مرسته کیږي. پاتې نورو ته نړیوالو بنسټونو خپلاې مرستې رسولي دي.
ځینې بېځایه شوې کورنۍ وایي، چې تر اوسه د حکومت له مرستو ندي برخمن شوي.
محمد قاسم نومی، چې له شاوخوا درې کلونو راپدیخوا د جګړو له کبله کابل ته راغلی وایي؛ هغه د خپلې کورنۍ له یوولس غړیو سره د کابل په یوه ناحیه کې ژوند کوي. دواړه پېښې یې په جګړه کې ژوبلې شوي دي؛ اته کلن زوی یې پر درندو کارونو اخته او د ټولې کورنۍ مسوولیت ور پر غاړه دی.
په داسې حال کې، چې حکومت د ژمنیو مرستو د بهیر د پیل خبره کوي؛ خو بېځایه شوې کورنۍ پر هغه څه نیوکه کوي، چې دوي یې د حکومت بې پامي بولي.
د کډوالو او بېرته را ستنېدونکیو چارو وزارت د څرګندونو له مخې، په تېرو اتلس کلونو کې شاوخوا څلور میلیون کسان د جګړو له کبله پر کوردننه بېځایه شوي دي.
تازه خبرونه
چینایي او ایراني چارواکو د افغانستان په اړه وکتل
د افغانستان لپاره د چین بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي یو شیایونګ په تهران کې د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت د سیاسي چارو له مرستیال سره وکتل او د افغانستان اړوند مسلو او ګډو اندېښنو په اړه یې خبرې وکړې.

د افغانستان لپاره د چین ځانګړي استازي یو شیاونګ د ایران د بهرنیو چارو وزارت له سیاسي مرستیال مجید تخت روانچي سره وکتل.
د افغانستان لپاره د چین بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي یو شیایونګ په تهران کې د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت د سیاسي چارو له مرستیال سره وکتل او د افغانستان اړوند مسلو او ګډو اندېښنو په اړه یې خبرې وکړې.
په دې کتنه کې دواړو خواوو ټینګار وکړ، چې ټول ګاونډ هېوادونه او سیمه باید د یو سولهییز، باثباته او پرمختللي افغانستان لپاره همکاري وکړي.
د افغانستان لپاره د چین بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي په ایکس پاڼه کې لیکلي، چې دواړو خواوو هوکړه وکړه، چې په افغانستان کې د سولې، ثبات او پرمختګ لپاره له ټولو ګاونډ هېوادونو او سیمې سره همکاري وکړي.
یو شیائویونګ وایي: “په تهران کې د تېرې اوونۍ غونډه ډېره ښه وه؛ زمونږ خبرې ډېرې ښې وې او دواړه خواوې چمتو دي، چې د افغانستان د بیارغونې لپاره له یو بل سره ګډ کار روان وساتي.”
یو شیاویونګ له دې مخکې پاکستان او قطر ته سفرونه کړي دي.
د چین د بهرنیو چارو وزارت د څرګندونو له مخې؛ د افغانستان لپاره د چین ځانګړي استازي پر ترتیب د دغو درې هېوادونو له چارواکو سره ولیدل او د افغانستان اړوند مسلو په اړه یې نظرونه تبادله کړل.
یو شیاویونګ هم قطر ته د خپل سفر پر مهال په دوحه کې د اسلامي امارت له سفیر سهیل شاهین سره ولیدل.
د سیاسي چارو شنونکي پدې باور دي، چې چین د افغانستان له ګاونډ هېوادونو او اسلامي امارت سره د نږدې اړیکو پر جوړولو په افغانستان کې د ثبات، اقتصادي پراختیا او سیمهییزې همکارۍ د پیاوړتیا په لټه کې دی.
تازه خبرونه
د بیات بنیاد د خوراکي توکو د وېش لړۍ غزني ولایت ته ورسېده
د دې بنیاد چارواکي وايي؛ دا مرسته د یوې پراخې سروې له ترسره کولو وروسته هغو کسانو ته ووېشل شوه، چې مستحق ول.

بیات بنیاد د روژې د مناسبتي مرستو په لړ کې د غزني ولایت لسګونو اړمنو کورنیو ته خوراکي توکي ووېشل.
د دې بنیاد چارواکي وايي؛ دا مرسته د یوې پراخې سروې له ترسره کولو وروسته هغو کسانو ته ووېشل شوه، چې مستحق ول.
دغه راز هغه کورنۍ، چې دا مرستې یې ترلاسه کړي؛ له نورو خیریه بنسټونو څخه هم غوښتنه کوي، چې په دې سختو شرایطو کې له اړمنو کسانو سره مرسته وکړي.
د مرستو په دې کڅوړو کې اوړه، وريجې او غوړي شته.
بیات بنسټ په تېرو وختونو کې د غزني ولایت له اړمنو اوسیدونکو سره د پام وړ مرستې کړې دي.
د یادونې ده، چې بیات بنیاد د هېواد په ځینو نورو ولایتونو کې د څښاک د پاکو اوبو په برابرولو، د جوماتونو، روغتیایي مرکزونو او ښوونځیو په جوړولو کې د پام وړ مرستې کړې دي.
تازه خبرونه
د پاکستان استازي افغانستان ته په درې ورځني سفر کې پر دوه اړخیزو همکاریو ټینګار کړی
د پاکستان بهرنیو چارو وزارت د څرګندونو له مخې؛ د دې سفر په پایله کې د اداري اړیکو مهالوېش هم بشپړ شو او هوکړه وشوه، چې د ګډې همغږۍ کمیټې (JCC) غونډه به د اپریل له پېنځلسمې مخکې ترسره شي.

د افغانستان په چارو کې د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق کابل ته خپل درې ورځنی سفر پای ته رسولی او د اسلامي امارت له یو شمېر چارواکو سره یې د سوداګرۍ، دوه اړخیزو اړیکو، سیمهییز اتصال او د امنیت په ګډون پر بېلابېلو موضوعاتو خبرې کړې دي.
د پاکستان بهرنیو چارو وزارت د څرګندونو له مخې؛ د دې سفر په پایله کې د اداري اړیکو مهالوېش هم بشپړ شو او هوکړه وشوه، چې د ګډې همغږۍ کمیټې (JCC) غونډه به د اپریل له پېنځلسمې مخکې ترسره شي.
د بهرنیو چارو وزارت د ویاند د څرګندونو له مخې؛ په دې سفر کې صادق د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت له چارسمبالي(سرپرست) امیر خان متقي سره ولیدل او د دواړو خواوو ترمنځ د متقابلو ګټو، سولې او امنیت، سوداګرۍ او اقتصادي همکاریو په اړه یې نظرونه وړاندې کړل.
صادق خان له افغانستان سره د دوامداره اړیکو لپاره د پاکستان ژمنه بیا تکرار کړه او د دوه اړخیزو اړیکو د پیاوړتیا لپاره یې د پاتې مسلو د حل کولو پر اهمیت ټینګار وکړ.
دواړو خواوو هوکړه وکړه، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکارۍ د ودې لپاره د لوړې کچې تعاملات او بحثونه زیات کړي.
د پاکستان بهرنیو چارو وزارت اعلان وکړ، چې د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ وزیران به له کوچني اختر څخه مخکې د خبرو اترو لپاره سره وګوري.
ټاکل شوې، چې د صنعت او سوداګرۍ وزارت چارسمبالی نورالدین عزیزي به له کوچني اختر وروسته د سوداګرۍ اړوند مسلو د حل لپاره پاکستان ته سفر وکړي.
پاکستاني رسنیو راپور ورکړی، چې صادق به په کابل کې له ملکي او پوځي چارواکو سره یوځای د JCC په غونډه کې ګډون وکړي.
صادق د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزرارت له چارسمبالي نورالدین عزیزي سره هم لیدلي دي.چیرې دواړو خواوو د دوه اړخیزې سوداګرۍ، اقتصادي اړیکو او د سوداګریزو دهلیزونو او سیمهییز اتصال په برخه کې د همکارۍ په اړه خبرې کړې دي.
د پاکستان استازي د دواړو هېوادونو د ګټې لپاره د سیمهییزې سوداګرۍ او ټرانزیټ لارو له ظرفیت څخه په بشپړه توګه د ګټې اخیستنې پر اړتیا ټینګار وکړ.
ځايي پاکستاني رسنیو راپور ورکړی، چې پاکستان ته له راستنېدو سره سم صدیق د لومړي وزیر مرستیال اسحاق ډار ته له افغان چارواکو سره د خپلو غونډو په اړه معلومات ورکړل او د دوه اړخیزو اړیکو او سیمهییزې همکارۍ پر پایلو او پرمختګ یې ټینګار وکړ.
-
تازه خبرونه2 days ago
په افغانستان کې امنیت او حاکمیت ټینګ دی – عراقچي
-
سوداگري2 days ago
د افغانستان بانک ۱۵ ميليون امريکايي ډالر داوطلبۍ ته وړاندې کوي
-
تازه خبرونه2 days ago
د ترهګرۍ وده د پاکستان د تېروتنو پایله ده – مولانا فضل الرحمن
-
سیمه ییز خبرونه23 hours ago
مصر د غزې د اوربند د بیا پیل لپاره نوی وړاندیز وکړ
-
International Sports3 days ago
آر سي بي د ۲۰۲۵ آی پي ایل سیالیو د پرانیستې لپاره اورلوبه وکړه
-
International Sports2 days ago
سنرایزرز لوبډله پر زړهراکښونکې توپوهنې د راجستان رویالز پر وړاندې بریالۍ شوه
-
تازه خبرونه3 days ago
په کابل کې لسګونو اړمنو کورنیو د بیات بنیاد د روژې مناسبتې مرستې ترلاسه کړې
-
نړۍ23 hours ago
پر اوکراین د روسیې د راکټي برید له کبله ۸۸ ملکي وګړي ټپیان شول