نړۍ
رشي سوناک د بریتانیا لومړی وزیر شو

په هند کې زیږیدلی سیاستوال ریشي سوناک د بریتانیا د محافظه کار ګوند مشرتابه ته غوره او د بریتانیا د لومړي وزیر په توګه د لیز تریوس ځایناستي شو.
د بريتانيا د محافظه کار ګوند مشر په رسمي توګه د جانسون د حکومت د ماليې وزير سوناک برياليتوب او د دغه ګوند د مشر او د بريتانيا د لومړي وزير په توګه د هغه ټاکنه اعلان کړه.
د بريتانيا د محافظه کار ګوند مشر مودانت تویت کړی؛ ریشي زما بشپړ ملاتړ لري. زه پرې ویاړم، چې کمپاین مو تنظیم کړی او له هر هغه چا مننه کوم، چې زمونږ ملاتړ یې کړی دی.
رشي سوناک د برتانیا دغه تورپوستی ځوان له ۱۸۱۲ ز. کال راپدیخوا د دغه هېواد په تاریخ کې ټولو بډایه لومړی وزیر وپېژندل شو.
ځینې راپورونه څرګندوي، چې پاچا چارلس به په رسمي ډول د لیز تریوس استعفا ومني او ریشي سوناک به د لومړي وزیر په توګه اعلان کړي.
۴۲ کلن ریشي سوناک، په انګلیستان کې د هندي مهاجرینو اولاد دی، چې د بریتانیا حکومت مشري کوي. هغه د ۲۰۱۶ د ریفراندم راپدیخوا پېنځم لومړی وزیر نومول شوی، چې په انګلستان کې د بې ساري اقتصادي او سیاسي کړکیچ دوره پیلوي او شونې ده، چې له ۱۰ سلنې انفلاسیون او پراخه اعتصابونو سره د معاملې لپاره نوې هڅې پیل کړي.
نړۍ
اوکراین او روسیه به له اوربند وروسته خبرې وکړي – زیلینسکي
د اوکراین ولسمشر په یوه لنډه وینا کې خبریالانو ته دا هم ویلي، چې د چارشنبې پر ورځ به اوکرایني پلاوی په لندن کې د لویدیځو هېوادونو له چارواکو سره پر بشپړ یا جزوي اوربند بحث او خبرې وکړي.

د رویټرز د راپور له مخې: د اوکراین ولسمشر ولادمیر زیلینسکي د سېشنبې پر ورځ ویلي؛ هېواد یې له روسیې سره د هرې بڼې خبرو ته چمتووالی لري، خو که د اوربند تړون لاسلیک او جګړه ودرول شي.
د اوکراین ولسمشر په یوه لنډه وینا کې خبریالانو ته دا هم ویلي، چې د چارشنبې پر ورځ به اوکرایني پلاوی په لندن کې د لویدیځو هېوادونو له چارواکو سره پر بشپړ یا جزوي اوربند بحث او خبرې وکړي.
زیلینسکي د ولسمشرۍ په دفتر کې دا هم ویلي: “مونږ چمتو یووثبت کړو، چې له اوربند وروسته په هره بڼه خلرو کې کښینو؛ خو، چې نهوي.”
هغه ګواښ وکړ؛ “دا به ناشونې وي، چې په هرڅه ژر هوکړه وشي.” هغه د سیمې، امنیتي تضمینونو او د ناټو په پوځي اتحاد کې د اوکراین غړیتوب ته ورته نورو پیچلو مسلو ته نغوته( اشاره) وکړه.
هغه ویلي، چې اوکراین به پر کریمیه ټاپووزمې د مسکو قانوني کنټرول د کومې معاملې د یوې برخې په توګه ونهپېژني؛ ځکه، چې دا ډول اقدام به د اوکراین د اساسي قانون خلاف وي.
روسیې په ۲۰۱۴ کال کې کریمیه ونیوله او وروسته یې له ځان سره یوځای کړه.
هغه زیاته کړې: اوکراین به د روسیې تر اشغال لاندې د زاپوریزیا پراخې اټومي بټۍ لپاره له امریکا سره ملګرتیا کوي.
هغه زیاته کړې، چې د واشنګټن لخوا پدې اړه کوم رسمي وړاندیز ندی شوی.
په دې راپور کې راغلي: ټاکل شوې، چې په لندن کې به د امریکا، انګلستان، فرانسې، جرمني او اوکراین چارواکي د امریکا پر مشرۍ د ډیپلوماټیکو هڅو په بهیر کې ترسره کیږي، چې له اوکراین سره د روسیې د جګړې پای ته رسولو لپاره لار ومومي.
د بهرنیو چارو وزارت ویاند د سېشنبې پر ورځ ویلي؛ د امریکا بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو به په لندن کې د دې خبرو اترو ګډونوال نهوي او اوکراین ته د واشنګټن استازی جنرال کیټ کلوګ به د ناستې برخوال وي.
زیلینسکي ویلي؛ اوکراین به په روانه اوونۍ کې خپل ډیپلوماټیکې اړیکې زیات کړي او هغه به د سویلي افریقا له ولسمشر سیریل رامافوسا او همدارنګه د اسپانیا، پولینډ او چک جمهوریت له مشرانو سره وګوري.
نړۍ
له اوکراین سره د سولې مستقیمو خبرو اترو ته چمتو یم – ولادمیر پوتین
زیلینسکي ویلي؛ اوکراین به د چارشنبې پر ورځ په لندن کې د امریکا او اروپایي هېوادونو سره په خبرو اترو کې برخه واخلي. په دې راپور کې راغلي، چې دا بحثونه د تېرې اوونۍ د پاریس د غونډې یوه برخه ده، چې امریکا او اروپایي هېوادونو د درې کلنې جګړې د پای ته رسولو لپاره تر ارزونې لاندې نیولې ده.

د رویټرز د راپور له مخې؛ د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د دوشنبې پر ورځ د جګړې له لومړیو ورځو راپدېخوا د لومړي ځل لپاره له اوکراین سره د دوه اړخیزو خبرو اترو وړاندیز وکړ او د هغه اوکرایني سیال ولادیمیر زیلینسکي ویلي؛ کیف لیواله دی، چې پر ملکي اهدافو د بریدونو د بندولو په اړه بحث وکړي.
زیلینسکي ویلي؛ اوکراین به د چارشنبې پر ورځ په لندن کې د امریکا او اروپایي هېوادونو سره په خبرو اترو کې برخه واخلي. په دې راپور کې راغلي، چې دا بحثونه د تېرې اوونۍ د پاریس د غونډې یوه برخه ده، چې امریکا او اروپایي هېوادونو د درې کلنې جګړې د پای ته رسولو لپاره تر ارزونې لاندې نیولې ده.
پوتین د روسیې د دولتي ټلویزیون له خبریال سره په خبرو کې ویلي، چې د سپېڅلي اختر لپاره له اوربند وروسته جګړه بیا پیل شوه، چې هغه د شنبې پر ورځ په یو اړخیزه توګه اعلان کړ. هغه وویل مسکو د سولې هر راز نوښت مني او له کیف څخه ورته تمه لري.
پوتین د دولتي ټلویزیون خبریال پاول زروبین ته ویلي: ” مونږ تل د دې په اړه خبرې کړې، چې د سولې هر راز نوښتونو ته به مثبت چلند ولرو. هیله لرو، چې د کیف رژیم استازي به ورته احساس وکړي.”
د کریملین ویاند دمیتري پیسکوف، چې وروسته د انټرفیکس له خبري سرچینې لخوا نقل شو خبریالانو ته وویل: “کله، چې ولسمشر ویلي؛ دا ممکنه ده، چې پر ملکي اهدافو د نه برید کولو په اړه به بحث وشي او له اوکرایني لوري سره یې خبرې اترې او بحثونه په پام کې درلودل.”
رویټرز راپور ورکړی، چې د ۲۰۲۲ کال د روسیې د فبرورۍ له برید وروسته د دواړو خواوو ترمنځ مستقیمې خبرې اترې ندي شوي.
زیلینسکي په خپله شپنۍ ویډیويي وینا کې ویلي، چې اوکراین د ملکي اهدافو پر وړاندې د بریدونو د پای ته رسولو لپاره له خپل وړاندیز ملاتړ کوي او د ترلاسه کولو لپاره هر ډول خبرو اترو ته چمتو دي. مخکې له دې امریکا او اوکراین دا د ۳۰ ورځني اوربند په توګه طرحه کړې وه.
هغه ویلي: “اوکراین خپل وړاندیز ته ژمن دی، چې لږ تر لږه پر ملکي اهدافو برید ونکړي او له مسکو څخه هم د روښانه ځواب تمه لرو.مونږ یې د ترلاسه کولو په اړه د هر ډول خبرو اترو لپاره چمتو یوو.”
هغه وایي، چې د لندن خبرې اترې “بنسټیزه دنده لري: د غیر مشروط اوربند لپاره فشار راوړل. دا باید د پیل ټکی وي.”
زیلینسکي د دوشنبې پر ورځ ویلي، چې یو غیر مشروط اوربند به “د رښتینې او تلپاتې سولې له رامنځته کیدو وروسته” وي.
واشنګټن ویلي، چې دوی به د وروستۍ اوونۍ له اوربند غځولو هرکلی وکړي.
زیلینسکي ویلي، چې د سپیڅلي اختر اوربند پرمهال د روسیې دوامداره بریدونه ښیي، چې مسکو د جګړې د اوږدولو اراده لري.
زیلینسکي دا هم ویلي، چې د اوکراین ځواکونو ته لارښوونه شوې، چې د روسیې د پوځ د کړنو عکس العمل ته دوام ورکړي.
هغه په ایکس پاڼه کې لیکلي: “د اوکراین د اقداماتو ماهیت به متوازي پاتې شي؛ اوربند به له اوربند سره مخ شي او د روسیې بریدونه به له بریدونو سره مخ شي. اقدامات تل د کلمو پر پرتله لوړ غږ کوي”.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو دواړو د جمعې پر ورځ ویلي، چې واشنګټن کولی شي د څو ورځو په اوږدو کې له پرمختګ پرته د سولې خبرې ودروي.
ټرمپ د یکشنبې پر ورځ یوه ډېره خوشبینانه یادونه وکړه، چې “هیله ده” دواړه خواوې به “په روانه اوونۍ کې” یوه معامله وکړي.
د روسیې غوښتنه اوکراین ټولې هغه ځمکې دي، چې پوتین یې د نیولو ادعا لري؛ رانغاړي او اوکراین باید دایمي بې طرفي ومني.
اوکراین وايي، چې دا به د تسلیمیدو معنا ولري او که مسکو بیا برید وکړي؛ نو بې دفاع به پاتې وي.
د پیسکوف د څرګندونو له مخې: “ولسمشر پوتین او روسیه د سولهییز حل په لټه کې دي. مونږ له امریکایي اړخ سره کار ته دوام ورکوو او البته هیله من یوو، چې دا کار به پایلې ولري”.
نړۍ
په ټوله امریکا کې زرګونو لاریون کوونکو د ټرمپ پر ضد لاریون وکړ
د رویټرز رسنیز انځورونه شيي، چې له سپینې ماڼۍ بهر لاریون کوونکيو داسې شعارونه لېږدول، چې لیکلي یې ول: “پادشاهي نه!”، “اسرائیل ته د وسلو لېږدول ودروئ” او “عادلانه قانون غواړو”.

په زرګونو لاریون کوونکو د شنبې پر ورځ په واشنګټن او د امریکا په نورو ښارونو کې لاریونونه پیل کړي، چې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د مهاجرینو د جبري دیستلو، حکومتي کارمندانو د ایستلو او په غزه او اوکراین کې د جګړو په اړه د نوموړي له پالیسیو سره خپل مخالفت څرګند کړي.
د رویټرز رسنیز انځورونه شيي، چې له سپینې ماڼۍ بهر لاریون کوونکيو داسې شعارونه لېږدول، چې لیکلي یې ول: “پادشاهي نه!”، “اسرائیل ته د وسلو لېږدول ودروئ” او “عادلانه قانون غواړو”.
ځینو لاریون کوونکو د هغو کډوالو پر ملاتړ غږ پورته کړ، چې د ټرمپ ادارې شړلي یا یې د شړلو هڅه کوي.
دغه راز هغو د فډرالي حکومت لخوا د کارکوونکو د ایستلو او هغو پوهنتونونو، چې بودیجه یې د ټرمپ د ګواښونو له کبله له خطر سره مخ شوي هم د پیوستون اعلان وکړ.
سپینې ماڼۍ ته نږدې لاریون کوونکيو په داسې حال کې، چې حجابونه یې اغوستي وه؛ د فلسطین بیرق یې په لاسونو او پر غاړو یې فلسطیني دستمالونه ول؛ د ازاد فلسطین شعارونه پورته کړل او له هغو فلسطینیانو سره یې خپل پیوستون اعلان کړ ، چې په غزه کې د اسرتائیلو پر بریدونو وژل کیږي.
ځینو لاریون کوونکو داسې نښې لېږدولې، چې د اوکراین ملاتړ یې کاوه او له واشنګټن څخه یې وغوښتل، چې په اوکراین کې د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین د جګړې په مخالفت کې ډېر قاطع عمل وکړي.
ټرمپ او د هغه میلیارډر ملګري، ایلان ماسک، د جنوري په میاشت کې د واک له ترلاسه کولو راپدېخوا فدرالي حکومت ړنګ کړ؛ له ۲۰۰ زره څخه ډېر کارګران یې له دندو ګوښه او د مختلفو ادارو د ړنګولو هڅه یې کړې ده.
حکومت په لویه کچه بهرني زدهکونکي هم توقیف کړي او ګواښ یې کړی، چې د تنوع، مساوات او شمولیت پروګرامونو، د اقلیم نوښتونو او د فلسطین پلوه لاریونونو له کبله به پوهنتونونو ته فدرالي تمویل بند کړي. د بشري حقونو ډلو دا پالیسۍ غندلې دي.
د واشنګټن یادګار ته نږدې، لاریون کوونکو بینرونه نیولي وو چې پرې لیکل شوي وو: “کرکه هیڅکله کوم ملت لوی نه کړ” او “د ټولو لپاره مساوي حقونه ستاسو لپاره د کمو حقونو معنی نلري.”
مظاهرې په نیویارک ښار او شیکاګو او لسګونو نورو ځایونو کې هم ترسره شوې.
-
تازه خبرونه4 days ago
آریانا هوايي شرکت چین ته د اوونیزو الوتنو له زیاتېدا خبر ورکړ
-
تازه خبرونه3 days ago
د افغانستان لپاره د امریکا نوې استازې یوه افغانيالاصله میرمن غوره شوه
-
لوبی2 days ago
د افغانستان الف کرکټ لوبډلې د سریلانکا پر وړاندې ماتې وخوړه
-
سیمه ییز خبرونه3 days ago
په هندي کشمیر کې وسلوالو له ۲۰ ډېر سیلانیان ووژل
-
تازه خبرونه3 days ago
په روسیه کې د افغانستان محصولات نندارې ته وړاندې کېږي
-
سوداگري1 day ago
د پاکستان او ازبکستان استازو پر افغان – ټرانس پروژې خبرې وکړې
-
د هوا حالاتو بدلونونه2 days ago
یوې ۶.۲ درجې زلزلې استانبول ولړزاوه
-
تازه خبرونه1 day ago
افغان بېسیم د ننګرهار په کوزکوڼر ولسوالۍ کې یو نوی سایټ فعال کړ