تازه خبرونه

رسنۍ دې د بې بنسټه خبرونو او افواهاتو له خپرولو ډډه وکړي – استخبارات

Published

on

(Last Updated On: )

د افغانستان اسلامي امارت د استخباراتو عمومي ریاست له رسنیو وغوښتل، چې د بې بنسټه خبرونو او افواهاتو له خپرولو دې ډډه وکړي.

دغه رياست ويلي، چې يو شمېر څېرې د بهرني تابعيت د ترلاسه کولو لپاره ملي او اسلامي ارزښتونو ته سپکاوى کوي.

د یاد ریاست په خبرپاڼه کې راغلي: یو شمېر کړۍ غواړي د غربي تابعیت د ترلاسه کولو لپاره اسلامي او ( ملي) ارزښتونو ته سپکاوی وکړي؛ پر امنیتي ځواکونو بې بنسټه تورونو لګولو غواړي، د ځان لپاره کیس جوړ او بهر ته ولاړ شي.

دغه راز څرګندوي: له بده مرغه، چې یو شمېر رسنیو هم د داسې اشخاصو پر پلوۍ او ملاتړ غږ پورته  کړی دی.

د استخباراتو ریاست دا هم په ډاګه کړې، چې  وروسته له دې مقدساتو او ارزښتونو ته سپکاوى د خلکو لپاره د زغم وړ ندى.

ویل کیږي، چې پر کابل د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته ځینې رسنۍ انتقادي هڅې کوي او غواړي، چې اطلاعاتو ته د لاسرسي په اړه د یو لړ اندېښو او شکونو د له منځه وړلو لپاره باید د رسنیو قانون تر غورلاندې ونیول شي.   

Trending

Exit mobile version