لوبی

راشد خان پر ۳ شپږیزو ګجرات لوبډلې ته لوبه وګټله

Published

on

(Last Updated On: )

په هند غوره لیګ کې د افغانستان راشد خان په وروستي آور کې  ۳ شپږیزې ووهلې، چې ناممکنه لوبه یې وګټله  ګجرات ټایټینز لپاره وګټله

د هند په غوره لیګ سیالیو کې تېره شپه (چارشنبه د غویی ۷ ) د سانرایز حیدرآباد لوبډلې پر وړاندې د راشد خان په زړه پورې توپ وهنه په ۴ توپونو کې د ۳ شپږیزو پر وهلو د ګجرات لوبډلې ته د پام وړ بریا ور پر برخه کړه.

د هند غوره لیګ په سیالیو کې د ګجرات لوبډله په لومړي ځل له لوبې برخمنه شوې، چې له راشد خان سره یې د پېنځلس کروړه هندي کالدارو په بدل کې تړون لاسلیک کړی دی.

هغه په وروستيو دوه توپونو کې ۲ شپږیزې ووهلې، چې د بریا لپاره یې د ۹ منډو اړتیا وه.؛ خو د وروستي آور پر ۴ توپونو یې لوبډله ټاکل شوې موخې ته ورسوله. 

Trending

Exit mobile version