لوبی
راشد خان د کرکت نړیوال جام د سیالیو عاید د افغانستان د لویدیځ زلزله ځپلیو ته ورکوي

(Last Updated On: )
د افغانستان کرکت ملي لوبډلې لوبغاړي راشد خان د افغانستان په لویدیځ کې د وروستۍ زلزلې په اړه په ایکس پاڼه کې خپله خواخوږي په ډاګه کړې ده.
نوموړي څرګنده کړې؛ د ۲۰۲۳ ز.کال په کرکت نړیوال جام کې د فیس په توګه ورکړ شوې پیسې به زلزله ځپلو ته ځانګړې کړي.
هغه دا ټینګار هم وړاندې کړی، چې ډېر ژر به له دغو زلزله ځپلیو سره د مرستو راټولولو کمپاين هم پيل کړي.
د افغانستان د حکومت له طبیعي پېښو سره د مبارزې وزارت د څرګندونو له مخې؛ په هرات ولایت کې د شنبې پر ورځ (د تلې ۱۵ ) د زلزلې له کبله له ۲۰۵۳ ډېر کسان مړه شوي او ۹۲۴۰ نور ټپیان دي.
د امريکا د د ځمکپوهنې سروې ښیي، چې پرون له غرمې مخکې د رښتر پر کچه ۶ اعشاریه ۳ درجې زلزلې د افغانستان لویديځ ولړزاوه، چې وروسته يې څو ټکانونه هم محسوس شول.