لوبی
راشد خان د ایرلینډ پر وړاندې په ۲۰ اوریز لوبلړ کې لوبه کوي

د افغانستان کرکټ ستوری راشد خان، چې د تېر کال په نومبر میاشت کې د ملا پر درد اخته شوی و؛ اوس روغ شوی او د ایرلینډ پر وړاندې به په ۲۰ اوریز لوبلړ کې، چې د جمعې پر ورځ پیلیږي لوبه وکړي.
راشد خان د افغانستان کرکټ بورډ سره په خپله مرکه کې ویلي؛ دی به د هند په غوره لیګ کې هم برخه واخلي، چې ټاکل شوې د راتلونکې جمعې پر ورځ پیل شي.
هغه زیاته کړې: پلان مې دا دی، چې په راتلونکیو (د آیرلینډ پر وړاندې ۲۰ اوریزو لوبلړ ) سیالیو کې د هېواد استازیتوب وکړي او تمرینات یې روان دي او نن دوهیمه ورځ ده او له نیکهمرغه ښه ترسره شول. هیله من یم، چې راتلونکې ورځې به هم ښې وي او بیا کولی شم یو ځل بیا ملي کمیس واغوندم او د خپل هېواد لپاره ښه کار کول روان وساتم.
نوموړی په دې باور دی، چې د هند په غوره لیګ کې لوبېدل به له ده او نورو افغان لوبغاړو سره مرسته وکړي؛ په ۲۰ اوریز نړیوال جام کې، چې ټاکل شوې د جون په میاشت کې پیل شي ښه وځلېږي.
هغه زیاته کړې: ښه خبره دا ده، چې زمونږ ډېري لوبغاړي به د هند غوره لیګ کې ولوبیږي او دا به د نړیوال جام لپاره ښه چمتووالی وي او مونږ به له هغو کسانو سره هم اړیکه ونیسو، چې په دې لیګ کې به نه وي (د هند غوره لیګ ) ښه کار وکړو.
راشد خان پر وروستي ځل څلور میاشتې مخکې په ۵۰ اوریز کرکټ نړیوال جام کې له سویلي افریقا سره لوبېدلی و.