تازه خبرونه

د T20 نرینه وو کرکت نړیوال جام سیالۍ وځنډیدې

Published

on

(Last Updated On: )

د روان کال د T20 نرینه وو کرکت نړیوال جام سیالي، چې په آسټرالیا کې د ترسره کیدو اټکل شوی و، وځنډیدې.

ټاکل شوې وه، چې دغه سیالۍ د اکتوبر له ۱۸ څخه د نومبر تر ۱۵ مې نېټې ترسره شي؛ خو د کرونا ویروس خوریدا د کرکت نړیوالې کمیته اړ کړه، چې اړوند سیالۍ وځنډوي.

د کرکت نړیوالې بورد د دوشنبې په ناسته کې د راتلونکیو درې کرکت پېښو لپاره د نېټو پر ټاکلو هوکړه وکړه او ټینګار وشو، چې دا لوبې د کوویډ – ۱۹ له بحراني حالته بېرته راوباسي.

د نرینه کرکت سیالیو لپاره نوې نېټې داسې وټاکل شوې:

د ۲۰۲۱ میلادي کال نړیوال جام: له اکتوبر څخه تر نومبر پورې، چې وروستۍ لوبه به یې د نومبر پر ۱۴ ترسره شي.

د ۲۰۲۲ میلادي کال نړیوال جام: له اکتوبر څخه تر نومبر پورې، چې وروستۍ لوبه به یې د نومبر پر ۱۳ ترسره شي.

د ۲۰۲۳ کیلادي کال نړیوال جام: دغه سیالۍ به په هند کې له اکتوبر څخه تر نومبره تر سره شي، چې وروستۍ لوبه به یې د نومبر پر ۲۶ نېټه ترسره شي.

د کرکت نړیوالې کمیتې ویلي، چې په پوره پاملرنه به دا موضوع وڅاري او پر پرېکړې به له سره غور وکړي، چې د سیالیو د خوندي ترسره کمولو ډاډ تر لاسه کړي.

دا بنسټ به په نیوزیلند کې د ۲۰۲۱ کال د ښځینه کرکت نړیوال جام ارزونه هم تر سره کړي.

Trending

Exit mobile version