لوبی
د ۲۰۲۴ کرکټ نړیوال جام سیالیو ته د افغان نوولس کلنو لوبغاړو لوبډله غوره شوه

د ۲۰۲۴ کرکټ نړیوال جام سیالیو ته، چې ټاکل شوې د مرغومي پر نههویشتمه / د جنورۍ پر نولسمه په جنوبي افریقا کې پیل شي؛ د افغانستان کرکټ بورډ غوراوي کمیټې د افغانستان لوبډلې نوملړ اعلان کړ.
تمه ده، چې د نړیوال جام سیالیو تر پیلېدو د افغانستان راتلونکی ستوری او لوبډلمشر نصیر خان له بشپړې روغتیا برخمن او یو ځل بیا د لوبډلې مشري وکړي.
دغه راز د نوموړي ترڅنګ نعمان شاه د افغان لوبډلې مرستیال لوبډلمشر ټاکل شوی دی.
ښي لاسی توپوونکی علي احمد ناصر، چې په اسیا جام سیالیو کې د افغان لوبډلې په احتیاطي لوبغاړو کې راغلی؛ بیا ځلې په پېنځلسکسیزه لوبډله کې ټاکل شوی دی.
دغه راز ښي لاسی پیلیز توپوهونکی حسن عیسی خېل، ښي لاسی لیګ بریک توپ اچوونکی عرب ګل مومند او ښي لاسی چټک توپ اچوونکی زاهد افغان، چې د سویلي افریقا په کوربهتوب په درې اړخیزه لوبلړۍ کې یې له ځانه ښه وړتیا وښوده؛ د نړیوال جام لپاره په لوبډله کې اخیستل شوي دي.
د افغانستان کرکټ بورډ اجرائیوي رییس نصیب خان د افغان لوبډلې تېرې سیالۍ او بشپړې روزنیزې هڅې اغېزمنې بولي او هیله من دی، چې افغان ځوانان به په یادو سیالیو کې ښې لوبې وکړي او هېواد ته به ویاړونه راوړي.
نوموړي زیاته کړې: افغان لوبډلې په تېره یوه میاشت کې دوه سترو لوبلړیو کې برخه واخیسته او دغه راز په تېرو شپږ میاشتو کې له خورا سختو روزنیزو هڅو تېر شوي، چې نړیوال جام سیالیو ته به بشپړه چمتو شي. مونږ افغان ځوانانو ته په دغو سیالیو کې د بریا غوښتنه کوو او هیله من یوو، چې لوبډله به د تېر نړیوال جام په څېر دا ځل هم ښه ځلېږي او هېواد ته به ویاړونه راوړي.
د نوولس کلنو لوبغاړو نړیوال جام سیالیو ته د افغان لوبډلې نوملړ:
نصیر خان لوبډلمشر، نعمان شاه ویکټ ساتونکی او مرستیال لوبډلمشر، حسن عیسی خېل، خالد تڼیوال، جمشېد ځدراڼ، وفي الله تره خېل، علي احمد ناصر، سهیل خان زرمتی، رحیم الله زرمتی، الله محمد غضنفر، عرب ګل مومند، فریدون داودزی، بشیر احمد افغان، خلیل احمد او زاهد افغان.
دغه راز واحد الله ځدراڼ، ناصر حسن او عثمان شینواری د درې احتیاطي لوبغاړو په توګه لوبډله کې ټاکل شوي دي.
افغان لوبډله د نوولس کلنو نړیوال جام سیالیو په څلورم ګروپ کې له پاکستان، نیوزیلنډ او نیپال لوبډلو سره ځای لري او په یادو سیالیو کې به خپل سفر د جنوري میاشتې په شلمه نېټه د پاکستان پر وړاندې په لوبه پیل کړي.
افغان لوبډله به دغه راز د جنوري میاشتې په څوارلسمه او شپاړلسمه نېټه د انګلستان او سویلي افریقا پر وړاندې دوه روزنیزې سیالۍ هم ترسره کړي، چې د نړیوال جام رسمي سیالیو ته په بشپړه توګه چمتو شي.
د یادونې وړ ده، چې د سوپر کولا شرکت د نوولس کلنو نړیوال جام سیالیو لپاره د افغان لوبډلې د مالي ملاتړ حقوق خپل کړي ،چې له مخې به یې په یادو سیالیو کې د افغان لوبډلې مالي ملاتړ کوي.
لوبی
د هند ۲۰۲۵ غوره لیګ د ۱۸ کلنې زړه راکښونکې بریا جشن نمانځل کیږي
د هند غوره لیګ سږکال په خپل اتلسم پړاو کې دی او پرته له شکه د نړیوال کرکټ په کلني کلیزه کې یو له خورا زړهراکښونکو پېښو څخه ګرځیدلی دی.

سره له دې، چې د هند غوره لیګ (IPL) لوبو پرانیستې ته څلور ورځې پاتې دي؛ آریانا راډیو ټلویزیوني شبکه په افغانستان کې خپلو کرکټ مینهوالو ته له خوښۍ ډک زیری وړاندې کوي، چې یو ځل بیا به دا په زړه پورې سپورتي پېښه د دوی تر کورونو ورسوي.
د هند غوره لیګ سږکال په خپل اتلسم پړاو کې دی او پرته له شکه د نړیوال کرکټ په کلني کلیزه کې یو له خورا زړهراکښونکو پېښو څخه ګرځیدلی دی.
د برانډ فاینانس د ارزونې د راپور له مخې؛ د هند غوره لیګ ځلېدا دومره پراخه ده، چې د برانډ ټولیز ارزښت یې په ۲۰۲۴ کال کې ۱۲ ميلیارډ ډالر اټکل شوی، چې د ۲۰۲۳ کال د ۱۰.۷ میلیارډ ډالرو پر پرتله ۱۳ سلنه زیاتوالی ښیي.
برانډ فاینانس زیاته کړې؛ چینای سوپر کینګز لوبډلې په ۲۰۲۴ کال کې د ۱۲۲ میلیون ډالرو له برانډ ارزښت سره د هند غوره لیګ ترټولو قیمتي فرنچایز په توګه مخکښ دی.
دا ۵۲ سلنه وده په لویه کچه د دوی د پخواني لوبډلمشر ایم ایس ډهوني د تلپاتې میراث دی.
د چینای سوپر کینګز تر څنګ ممبي انډینز دی، چې ارزښت یې ۱۱۹ میلیون ډالر دی او د رائل چلینجرز بنګلور، چې ارزښت یې ۱۱۷ میلیون ډالر دی؛ دریم ځای لري.
کلکته نایټ رایډرز او دفاعي اتلان له ۱۰۹ میلیون ډالرو سره د حیدرآباد سنرایزرز د ۸۵ میلیون ډالرو سره، د راجستان رویالز د ۸۱ میلیون ډالرو سره او د ډیلي کیپیټلز د ۸۰ میلیون ډالرو سره په نورو وروستیو درجو کې دي.
د شنبې پر ورځ به په کلکته کې د پرانیستې لوبه د کلکته نایټ رایډرز او رویال چلینجرز بنګلور تر منځ ترسره شي.
د هند غوره لیګ سیالۍ د مارچ پر دوهویشتمه پیل کیږي او دوه میاشتې به روانې وي.
دا سیالي به د ۲۰۲۵ کال د می پر پېنځهویشتمه پای ته ورسیږي.
په ټول افغانستان کې د کرکټ مینهوال کولی شي د شنبې پر ورځ ( د وري دوهیمه/ د مارچ دوهویشتمه) د ماښام پر ۶:۱۵ له آریانا ټلویزیون څخه وګوري.
د کلکتې نایټ رایډرز او رویال چلینجرز بنګلور ترمنځ لومړۍ لوبه به په همدې ورځ د ماښام پر ۶:۳۰ پیل شي.
د نورو خبرونو او تازه معلوماتو لپاره د آریانا تلویزیون او آریانا نیوز ټولنیزې پاڼې وګورئ.
لوبی
ایرلینډ د مالي ستونزو له کبله له افغانستان سره کرکټ لوبه وځنډوله
ټاکل شوې وه، چې دا لوبې سږکال په ایرلینډ کې ترسره شي.

د ایرلینډ کرکټ بورډ د سېشنبې پر ورځ (د کب یوویشتمه) ویلي؛ د افغانستان پر وړاندې ټاکل شوې لوبلړۍ، چې په کې یوه ټیسټ لوبه، درې ۵۰ اوریزې او درې ۲۰ اوریزې لوبې وې؛ د بودیجې د محدودیتونو له کبله وځنډول شوې.
ټاکل شوې وه، چې دا لوبې سږکال په ایرلینډ کې ترسره شي.
د ایرلینډ کرکټ بورډ اجرائیوي رییس وارن ډیویټرم له نورو لوبډلو سره د سیالیو مهالوېش اعلانولو پر مهال تائید کړه، چې د افغانستان سیالۍ به د مالي ستونزو له کبله ترسره نشي.
هغه ويلي: “دا پرېکړه د بودجې د لنډمهاله ستونزې له کبله رامنځته شوې ده. مونږ باید د کرکټ بورډ له منشور سره سم خپل کار وساتو، چې ټینګار کوي؛ ستراتیژیکو اهدافو ته د رسېدو لپاره پانګونه باید په متوازن ډول ترسره شي.”
د افغانستان کرکټ بورډ تر اوسه پدې اړه څه ندي ویلي.
افغانستان او ایرلینډ، چې دواړه د کرکټ د نړیوالې شورا (ICC) بشپړ غړيتوب لري؛ په ټیسټ لوبو کې دوه ځله سره مخ شوي دي، چې لومړۍ لوبه افغانستان وګټله او دوهیمه هغه د ایرلینډ پر بریا پای ته ورسېده.
په پنځوس اوریزو سیالیو کې دې دوه لوبډلو ۳۲ ځله د یو بل پر وړاندې سیالي کړې، چې افغانستان ۱۸ او ایرلینډ ۱۳ ځله ګټلې دي.
لوبی
فیفا پر پاکستان فوټبال لګېدلي بندیزونه لرې کړل
د راپور له مخې؛ فیفا د فبروري پر شپږمه پر پاکستان فوټبال فډراسیون (PFF) لګېدلي بندیزونه لرې کړل.

د فوټبال نړیوال فډراسیون (فیفا) د اساسنامې له تعدیل او تصویب وروسته پر پاکستان فوټبال فډراسیون لګول شوي بندیزونه لرې کړل.
د راپور له مخې؛ فیفا د فبروري پر شپږمه پر پاکستان فوټبال فډراسیون (PFF) لګېدلي بندیزونه لرې کړل.
د فیفا شورا دفتر په تېره فبرورۍ کې د پاکستان فوټبال فډراسیون او کانګو فوټبال فډراسیون فعالیتونه له مقرراتو څخه د سرغړونو له کبله ځنډولي وه.
پر پاکستان فوټبال فډراسیون لګول شوي بندیزونه؛ د فیفا شورا د اساسنامې د تعدیل شوې نسخې په تصویبولو کې د پاتې راتلو له کبله ول، چې د عادلانه او ډیموکراټیکو ټاکنو ترسره کول او د دې بهیر د یوې برخې په توګه پر فډراسیون د لګول شويو مکلفیتونو پلي کول تضمینوي.
د فیفا په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د پاکستان فوټبال فډراسیون د قوانینو د تعدیل شوې نسخې له تصویب سره د فیفا ټولې غوښتنې پوره کړې دي.