تازه خبرونه

د ۲۰۲۰ کال د نوبل جایزه د خوړو نړیوال پروګرام ته ورکړ شوه

Published

on

(Last Updated On: )

د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام (WFPدبلیوی اف پي) چې د نړۍ په کچه د میلیونونو خلکو د ژغورلو لپاره د خوراکي توکو مرستې وېشي؛ د ۲۰۲۰ زېږدیز کال د سولې نوبل جایزه یې ترلاسه کړې ده.

د ناروې د نوبل جرګه ګۍ مشر بیرت رایس اندرسن نن د تلې پر ۱۸ د دې جایزې ګټونکی اعلان کړ.

اندرسن ویلي، چې له لوږې سره د مبارزې، له جنګ ځپلیو هېوادونو سره د همکارۍ او هڅو لپاره یې نړیوال خوراکي پروګرام ته د ۲۰۲۰ کال د سولې د نوبل جایزه ورکړې ده.

د نوبل جرګه ګۍ هرکال هغو اشخاصو او بنسټونو ته، چې د سولې لپاره کار کوي او یا ورته زمینه برابروي ډالۍ کیږي.

ویل کیږي، چې د خوړو نړیوال پروګرام هر کال په نړۍ کې شاوخوا ۹۷ میلیون خلکو سره مرسته کوي. د نوبل جایزه ۱.۱ میلیون دالر ارزښت لري.

اندرسن ویلي؛ خواړه د جنګونو او شخړو لامل دی. د خواړو موندلو لپاره خوندي چاپېریال رامنځته کول د شخړو د راکمولو معنا لري.

تېر کال،  جمهوریت دا جایزه د ایتوپیا دیموکراتیک لومړي وزیر ته ورکړ شوې وه.

Trending

Exit mobile version