نړۍ

د ۱۹۶۷ کال په پولو کې دې خپلواک فلسطیني دولت جوړ شي – سعودي عربستان

Published

on

(Last Updated On: )

د سعودي عربستان ولیعهد محمد بن سلمان څرګنده کړې، چې په منځني ختیځ کې د جګړې د عادلانه حل لپاره باید د ۱۹۶۷ ز. کال په پولو کې دې د فلسطین خپلواک دولت جوړ شي.

محمد بن سلمان دا څرګندونې د جمعې پر ورځ د فارس خلیج د همکارۍ شورا او جنوب ختیځې اسیا د هېوادونو د ټولنې د مشرانو د لومړۍ ګډې غونډې د پرانیستلو پر مهال وکړې.

د سعودي عربستان ولیعهد ویلي: مونږ په غزه کې، چې بیه یې بې ګناه ملکي وګړي پرې ‌کوي؛ د تاوتریخوالي د زیاتوالي له کبله اغېزمن کیږو. مونږ په هر ډول او هره پلمه د ملکي وګړیو پر نښه کول ردوو.

هغه د ملکي وګړیو او بېخبناوو پر وړاندې د پوځي عملیاتو د بندولو پر اړتیا ټینګار وکړ او وایي، چې د دوی ورځني ژوند ته زیان رسوي.

د سعودي ولیعهد د پنجشنبې پر ورځ د بریتانیا له صدراعظم ریشي سناک سره په کتنه کې د غزې پر ملکي وګړو د اسرائیلو بریدونه وغندل او دا یې یو وحشیانه جنایت او وحشیانه برید وبلله.

د فلسطین د روغتیا وزارت د پنجشنبې پر ورځ د اړوند څرګندونو له مخې د اسرائیلو په بریدونو کې ۳۷۸۵ فلسطینیان وژل شوي او له ۱۲۰۰۰ ډېر نور ټپیان دي.

Trending

Exit mobile version