Connect with us

تازه خبرونه

د ۱۴۰۳ کال د کانکور ازموینې پایلې اعلان شوې

په بریالیو کسانو کې ۴۱ زره ۲۸۳ کسانو پوهنتونونو او ۲ زره ۱۴۴ نور د نیمه لوړو زده‌کړو بنسټونو ته لار موندلې ده.

خپور شوی

د

(Last Updated On: )

د ازموینو ملي ادارې د ۱۴۰۳ لمریز لېږدیز کال د کانکور ازموینې پایلې، چې د تېر کال پر پرتله په کې د کامیابانو شمېر ډېر دی اعلان کړې.

د لوړو زده‌کړو وزارت چارسمبالي نن (یکشنبه د چنګاښ یودېرشمه) په دې اړه په جوړو شویو مراسمو کې ویلي، چې سږ کال د بریالیو محصلینو شمېر د تېر کال پر پرتله زیات دی.

چارواکو ویلي؛ سږ کال د کانکور په ازموینه کې ۸۷ زره ۴۳۸ کسانو برخه اخیستې، چې ۴۴ زره ۷۳۸ کسان بریالي او ۱۷ زره ۷۲۱ نور بې‌پایلې شوي دي.

دغه راز د خصوصي تعلیمي ادارو لپاره نور ۲۴ زره ۳۹ پر شرایطو برابر پېژندل شوي دي.

په بریالیو کسانو کې ۴۱ زره ۲۸۳ کسانو پوهنتونونو او ۲ زره ۱۴۴ نور د نیمه لوړو زده‌کړو بنسټونو ته لار موندلې ده.

اتل خان رحیم زوی د محمد اعظیم زوی د کابل ولایت اوسېدونکی او د حبیبې لیسې زده‌کونکی د۳۵۹.۶۱ نمرو په ترلاسه کولوسره د ۱۴۰۳ کال کانکور ازموینې عمومي اول نمره شواو د کابل د طبي علومو پوهنتون د ابو علي ابن سینا طب پوهنځي ته یې لار وموندله.

زین الله یوسفي د محمد یوسف زوی د دیني مدرسو په ازموینه کې لومړی شو. نوموړی د کابل له مرکزي دارالحفاظ څخه فارغ شوی؛ په ازموینه کې یې ۳۱۵.۵۵ نمرې اخیستي او د کابل پوهنتون د شرعیاتو پوهنځي ته یې لار وموندله.

د لوړو زده‌کړو وزارت چارسمبالي ندا محمد ندیم د ازموینو د پایلو د اعلان په مراسمو کې ویلي، چې سږ کال د بریالیو نوماندانو شمېر د تېر کال پر پرتله ډېر دی. نوموړي زدهکړیالانو ته په پوهنتونونو کې د هر راز اسانتیاوو له برابرولو ډاډ ورکړ.

ندا محمد ندیم ویلي: د خوښۍ ځای دی، چې مونږ د افغانستان د روښانه راتلونکي شاهدان یوو، چې د پرمختګونو زیری له ځان سره لري.

د ریاست الوزراء اداري مرستیال عبدالسلام حنفي هم ټینګار کړ، چې افغانستان د پرمختګ او ودانۍ لپاره په هره برخه کې مسلکي او تجربه لرونکیو ځوانانو ته اړتیا لري.

د مهاجرینو او راستنیدونکیو چارو وزارت چارسمبالي خلیل الرحمن حقاني ویلي: مونږ باید خپل ماشومان پر ټینګه اراده وروزو، چې د افغانستان دښمنانو ته په هره برخه کې ماتې ورکړو.

د ریاست الوزراء سياسي مرستيال هم په دې مراسمو کې د وینا پر مهال ټينګار کړی، چې قومي او ژبني مسايل په کانکور کې هيڅ رول نلري او پايلې يې د ګډونوالو پر زیارګالنې رامنځته شوې دي.

د یادونې ده، چې د سږنی کانکور ازموینه په پېنځه پړاوونو کې تر سره شوې ده.

تازه خبرونه

 په هرات کې د ټاپي نل‌لیکې ۱۴ کیلومټره کار بشپړ شو – عبدالله یوف

د هرات والي دفتر نن (پنجشنبه) په یوه رسنیزه خبرپاڼه کې څرګنده کړې، چې عبدالله یوف د ټاپي پروژې د پرمختګ په اړه یو لنډ راپور له والي اسلام جار سره شریک کړ.

Published

on

(Last Updated On: )

په افغانستان کې د ټاپي پروژې مشر بګنج عبدالله یوف د هرات له والي نور احمد اسلام جار سره وکتل او په دې ولایت کې یې د نل‌لیکې د غځولو د بهیر له چټکتیا خبر ورکړ.

د هرات والي دفتر نن (پنجشنبه) په یوه رسنیزه خبرپاڼه کې څرګنده کړې، چې عبدالله یوف د ټاپي پروژې د پرمختګ په اړه یو لنډ راپور له والي اسلام جار سره شریک کړ.

د یادې خبرپاڼې له مخې، د ټاپي پروژې مشر د اړینو آسانتیاوو په برابرولو کې د دې ادارې له همکارۍ ستاینه وکړه او اعلان یې وکړ، چې د ۱۴ کیلومټره پایپ ایښودلو کار بشپړ شوی او سربېره پردې د پروژې ۲۴ کیلومټره لار هم پخه شوې ده.

په دې غونډه کې د هرات والي هم د دې پروژې د کار د پرمختګ په برخه کې د ټاپي پروژې د چارواکو له هڅو هرکلی وکړ او په افغانستان کې یې د ټاپي پروژې مشر ته د کار د چټک پرمختګ لپاره د اړینو اسانتیاوو په برابرولو کې د سیمه‌ییزې ادارې له بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړ.

Continue Reading

تازه خبرونه

طارق علي بخیت د افغانستان په اړه له جاپاني چارواکو سره وکتل

د اسلامي همکاریو ټولنې په یوه رسنیزه خبرپاڼه کې ویلي، چې په دې ناسته کې په ټولیزه توګه د افغانستان پر اوسني وضعیت راوڅرخېدل او د دې ټولنې او جاپان ترمنځ یې د بشري همکاریو د زیاتولو لارې چارې وارزول شوې.

Published

on

(Last Updated On: )

د افغانستان د چارو لپاره د اسلامي همکاریو ټولنې ځانګړي استازي طارق علي بخیت د افغانستان په اړه د جاپان د بهرنیو چارو وزارت د مرستیال کامډا ماسایوکي پر مشرۍ له جاپاني پلاوي سره خبرې اترې کړې دي.

د اسلامي همکاریو ټولنې په یوه رسنیزه خبرپاڼه کې ویلي، چې په دې ناسته کې په ټولیزه توګه د افغانستان پر اوسني وضعیت راوڅرخېدل او د دې ټولنې او جاپان ترمنځ یې د بشري همکاریو د زیاتولو لارې چارې وارزول شوې.

د دې خبرپاڼې له مخې؛ دواړو خواوو د افغانانو د بېړنیو اړتیاوو د پوره کولو لپاره د پرله‌پسې همکارۍ پر اړتیا ټینګار وکړ.

په دې رسنیزې خبرپانه کې راغلي، چې په جده کې د جاپان جنرال قونسل او د هغه مرستیال هم په پلاوي کې برخه لرله.

دا په داسې حال کې ده، چې دا ناسته د سعودي عربستان په جده ښار کې د افغانستان د چارو لپاره د اسلامي همکاریو ټولنې د ځانګړي استازي په دفتر کې شوې ده.

Continue Reading

تازه خبرونه

افغان بېسیم د ننګرهار په کوزکوڼر ولسوالۍ کې یو نوی سایټ فعال کړ

د افغان بېسیم چارواکو د څرګندونو له مخې؛ د دې سایټ پر جوړولو زرګونو کورنیو مخابراتي او انټرنیټي خدماتو ته لاسرسی موندلی دی.

Published

on

(Last Updated On: )

د افغان بېسیم مخابراتي شرکت چارواکو ويلي، چې د ننګرهار ولایت په کوزکوڼر ولسوالۍ کې یې یو نوی سایټ فعال کړی دی.

د افغان بېسیم چارواکو د څرګندونو له مخې؛ د دې سایټ پر جوړولو زرګونو کورنیو مخابراتي او انټرنیټي خدماتو ته لاسرسی موندلی دی.

دوی زیاته کړې، چې افغان بېسیم به ډېر ژر په دې سیمو کې د ۴‌جي 4G انټرنیټي خدمتونه هم فعال کړي.

دغه راز د ننګرهار مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست چارواکو ويلي، چې د دې ولایت لرې پرتو سیمو ته د مخابراتي خدمتونو د غځولو لپاره هڅې روانې دي.

له بلې خوا په ننګرهار کې د اټرا ادارې مشر رحیم الله شینواري ویلي، چې د افغان بېسیم د نوي سایټ له فعالیدو سره به ۲۵ زره کورنیو ته مخابراتي او انټرنیټي خدمتونه وړاندې شي.

د کوزکوڼر ولسوالۍ اوسېدونکو د مخابراتي او انټرنیټي خدمتونو ته د لاسرسي له کبله خپله خوښي څرګنده کړې او په ننګرهار کې یې د مخابراتي خدمتونو د نورې پراختیا غوښتنه کړې ده.

دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستیو کلونو کې د افغان بېسیم مخابراتي شبکې خپل مخابراتي او انټرنیټي خدمتونه د هېواد ډېرو لرې پرتو سیمو ته غځولي دي.

 

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!