Connect with us

تازه خبرونه

د ۱۴۰۲ کال په کانکور ازموینه کې د فراه ولایت محمود اول نمره شو

خپور شوی

د

Last Updated on: وږی ۱۴, ۱۴۰۲

د اسلامي امارت د امتحاناتو ملي ادارې د ۱۴۰۲ ملي کانکور ازموینې پایلې اعلان کړې.

د دې ادارې چارواکو د دوشنبې پر ورځ ( د وږي ۱۳ ) د ۱۴۰۲ کال د کانکور په ازموینه کې د پېنځه مخکښو نوماندانو د نومونو له اعلانولو سره ټینګار کړی، چې یو هم له نوماندانو بې پایلې پاتې نه‌شو او د فراه ولایت اوسېدونکی محمود د سږني کال د کانکور په ازموينه کې د ۳۵۹.۱۶  نمرو پر ترلاسه کوو د سږني کال د کانکور عمومي اول نمره وپېژندل شو.

د کانکور د ازموينو د ملي ادارې مشر عبدالباقي حقاني د کانکور د پايلو د اعلان په مراسمو کې ويلي: په دې ازموينه کې هیڅوک ناکام نه‌دي او ټول هغه کسان، چې په ١٤٠٢ عمومي ازموينه کې يې ګډون کړى و، منل شوي دي.

اغلي حقاني زیاته کړې، سږ کال به ۴۴ زره ۳۳۶ محصلین په پوهنتونونو کې شامل شي، چې د تېر کال په پرتله ۳ زره ۴۹۷ زیاتوالی ښيي.

هغه ويلي، تېر کال شاوخوا ٤٠٨٣٩ کسان د خپلې خوښې پوهنځيو ته داخل شوي وه.

هغه وایي، چې محمود د عبدالجميل زوى، چې د فراه ولايت د ارزوعروج خصوصي لیسې زده کوونکى دى؛ په سږنۍ ازموينه کې پر ٣٥٩،١٦ نمرو لومړى مقام خپل کړى دى.

دغه راز عباس د محمد غني زوی د کابل له غازي لیسې څخه د ۳۵۷.۴۷ نمرو پر ترلاسه کولو دوه‌یم او د محمد نذیر زوی عبدالباسط د ۳۵۵ نمرو پر ترلاسه کولو د روان کال د کانکور په ازموینه کې درېیم شوی دی.

د سږني کال د کانکور ازموینې درې غوره نوماندان د کابل طبي پوهنتون ته لار موندلې ده.

د بهرنیو چارو وزارت اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي هم د ۱۴۰۲ کال د کانکور ازموینې د پایلو د اعلان په مراسمو کې وویل، چې د سږني کال د کانکور په ازموینو کې هیڅ ګډونوال نه‌دی ناکام شوی او نه هم ناکام بې‌پایلې دی، بلکې ټول ګډونوال په بېلابېلو پوهنځيو کې استخدام نیولشوي دي.

نوموړي که څه هم نور جزئيات ورنه‌کړل؛ خو زياته يې کړه، چې د تېرو کلونو پر پرتله سږ کال د کانکور په ازموينه کې د ګډون کوونکیو شمېر شل زره زيات شوى دى.

عبدالسلام حنفي له ځوانانو وغوښتل، چې په افغانستان کې پاتې شي او د زده‌کړو له بهیره ګټه پورته کړي.

د يادونې ده، چې سږ کال هم د کانکور ازموينه د ښځينه محصلينو له ګډون پرته ترسره شوه.

تازه خبرونه

کابل ښاروالۍ د شهرنو پارک د بیارغونې بنسټیزې چارې پیل کړې

کابل ښاروالۍ د یکشنبې پر ورځ( د لیندۍ دېرشمه ) په ایکس پاڼه کې لیکلي: پا ۹۰ زره ۶۶۳ مټر مربع ځمکه کې جوړ دا پارک د کابل یو پخوانی تفریحي ښاري پارک دی، چې اوس په کې د بیارغونې بېخبنایي او بنسټیزې چارې پیل شوې دي.

Published

on

کابل ښاروالۍ ویلي، چې د خصوصي او عامه مشارکت پروژې په چوکاټ کې یې د څه باندې یو میلیارډ او ۹۰۴ میلیون افغانیو پر ارزښت د شهرنو پارک د جوړولو چارې پیل کړې دي.

کابل ښاروالۍ د یکشنبې پر ورځ( د لیندۍ دېرشمه ) په ایکس پاڼه کې لیکلي: پا ۹۰ زره ۶۶۳ مټر مربع ځمکه کې جوړ دا پارک د کابل یو پخوانی تفریحي ښاري پارک دی، چې اوس په کې د بیارغونې بېخبنایي او بنسټیزې چارې پیل شوې دي.

د ښاروالۍ د څرګندونو له مخې؛ د شهرنو پارک پر ۱۴،۳۲ سلنه برخه د لوړپوړیز سوداګریز مارکیټ، تر ځمکې لاندې مارکیټ، د ښځو لپاره ځانګړي مارکیټ، تفریحي ځایونو، رسټورانټونو، جومات، د لامبو وهلو حوض، پارکینک، ورزشي او فرهنګي سیمو او د فاتحې سالون د جوړولو چارې پیل کړې، چې د درې کلونو په موده کې به بشپړې شي.

کابل ښاروالۍ ویلي، چې د دې پارک یوه برخه یې د نیالګیو کېنولو، زرغونو سیمو، د چاپېریال ساتنې سیسټم، پوښلو او آزادو تفریحي امکاناتو جوړولو لپاره ځانګړې کړې ده.

همدارنګه کابل ښاروالۍ ښاریانو ته د یادې پروژې له بشپړېدا سره عمومي برخو ته په وړیا توګه له لاسر سی هم ډاډ څرګند کړی دی.

ویل کیږي، چې د یادې پروژې عواید د ۳۰ کلونو لپاره تنظیم شوي، چې د پارک له سوداګریزو تاسیساتو څخه به ۳۰ سلنه عواید د کابل ښاروالۍ بانکي حساب ته ورځي او قراردادي شرکت د یاد پارک د تاسیساتو د پلورلو، ګروۍ، سرقلفۍ او انتفاعي ګټې اخیستنې حق نلري.

Continue Reading

تازه خبرونه

په سالنګ کې د ټرافیکي پېښې له کبله ۴۹ کسانو ته مرګ او ژوبله اوښتې

د ټولګټو چارو وزارت ویاند محمد اشرف حق‌شناس وایي: “په دې پېښه کې ۵ مسافر مړه او ۴۴ نور ټپیان شول. د سالنګ د لویې لارې د ساتنې او ساتنې ریاست پرسونل او چارواکي په چټکۍ سره د پېښې ځای ته رسېدلي او ټپیان یې د خنجان کلینیک ته وړي دي.”

Published

on

د ټولګټو چارو وزارت ویلي، چې تېره شپه شاوخوا دوه بجې د شمالي سالنګ د شاوال په اړوند سیمه کې د موټر چلوونکي د بې احتیاطۍ له کبله ۵۸۰ ډوله مسافروړونکی بس له سړک ووت؛ ۵ کسانو په کې خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۴۴ نور ټپیان دي.

د ټولګټو چارو وزارت ویاند محمد اشرف حق‌شناس وایي: “په دې پېښه کې ۵ مسافر مړه او ۴۴ نور ټپیان شول. د سالنګ د لویې لارې د ساتنې او ساتنې ریاست پرسونل او چارواکي په چټکۍ سره د پېښې ځای ته رسېدلي او ټپیان یې د خنجان کلینیک ته وړي دي.”

حق‌شناس زیاته کړې، چې د واورې او توپاني هوا له کبله د سالنګونو لویه لار تر بلې خبرتیا پورې به تړلې وي.

 
Continue Reading

تازه خبرونه

په کابل منډيي کې د اورلګېدو د خپرېدا مخه ونیول شوه

د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع زیاته کړې؛ په اور‌لګېدو کې ۱۰ ګودامونه او ۸ دوکانونه وسوځېدل. د لومړنیو څرګندونو له مخې؛ د پېښې زیان شاوخوا ۷۰۰ زره ډالر اټکل شوی، خو د اور وژنې پولیسو پخپل وخت د نږدې ۱۵۰ میلیون افغانیو پر ارزښت د توکو د سوځېدو مخه ونیوله.

Published

on

د کورنیو چارو وزارت ويلي، چې نن سهار د اور وژنې او پېښو ته د رسېدنې عمومي ریاست غړيو په کابل منډيي کې د بوټانو له یوه مارکېټ څخه د اور د خپرېدا مخه نیولې ده.

د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع زیاته کړې؛ په اور‌لګېدو کې ۱۰ ګودامونه او ۸ دوکانونه وسوځېدل. د لومړنیو څرګندونو له مخې؛ د پېښې زیان شاوخوا ۷۰۰ زره ډالر اټکل شوی، خو د اور وژنې پولیسو پخپل وخت د نږدې ۱۵۰ میلیون افغانیو پر ارزښت د توکو د سوځېدو مخه ونیوله.

عبدالمتین قانع وایي: د اور‌لګېدو لامل د برښنا شارټي وه؛ اور چټک کنټرول شو او د نور زیان مخه ونیول شوه.

ځایی دوکاندارانو ویلي، چې اور‌لګېدنه د سهار شاوخوا ۴ بجې رامنځته شوې وه.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!