تازه خبرونه
د یوناما مشرې د وړو کاروبارونو د ودې لپاره د پور پروګرام اعلان کړ
د ارګ خبرپاڼې د مېرمن اوتنبایوا د څرګندونو له مخې څرګنده کړې؛ هغې له افغانستان څخه بهر د خپل وروستي سفر پر مهال له هغو هېوادونو او مرستندویه بنسټونو سره خبرې کړې، چې له افغانستان سره مرستې کوي. دغه راز او یوناما د راتلونکي ژمي لپاره د اړتیا وړ مرستو یوه برخه هم ترلاسه کړې ده.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ځانګړې استازې روزا اوتونبایوا او ورسره مل پلاوي د ریاست الوزراء له سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر سره د لیدنې پر مهال په کابل کې د وروستیو نندارتونونو جوړېدل د افغانانو د تولیداتو د معرفي کولو لپاره ارزښتناکه وبلله او وایي، چې یوناما د کوچنیو کاروبارونو د ودې لپاره د پورونو ورکړه پیل کړې ده.
د ارګ خبرپاڼې د مېرمن اوتنبایوا د څرګندونو له مخې څرګنده کړې؛ هغې له افغانستان څخه بهر د خپل وروستي سفر پر مهال له هغو هېوادونو او مرستندویه بنسټونو سره خبرې کړې، چې له افغانستان سره مرستې کوي. دغه راز او یوناما د راتلونکي ژمي لپاره د اړتیا وړ مرستو یوه برخه هم ترلاسه کړې ده.
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر په دې غونډه کې ویلي، چې په راتلونکیو ورځو کې به د یوناما په ګډون له نشهيي توکو سره د مبارزې عالي کمیسیون په کابل کې د بهرنیو هېوادونو له سفارتونو سره ګډه غونډه کړې او پر یو شمېر اړینو مسایلو به خبرې وکړي.
د افغانستان د سرحدي مسلو په اړه هغې ویلي، چې له ګاونډ هېوادونو سره د لارو بندېدا د افغان بزګرانو د کرنیزو محصولاتو د صادرولو پر وړتیاوو منفي اغېزه کوي.
هغې له اسلامي امارت وغوښتل، چې له اړوندو هېوادونو سره خبرې وکړي او یوناما هم د دغو ستونزو د اواري لپاره هڅې کوي.
اوتونبایوا په کابل کې د سوداګریزو نندارتونونو موضوع راپورته کړه او ویې ویل، چې دغه نندارتونونه د افغاني تولیداتو د ودې لپاره اړین دي.
دغه راز هغې له اسلامي امارت سره د نشهيي توکو د له منځه وړلو، د پخوانيو کوکنارو کروندګرو لپاره د بديل کښت پر موندلو او د نشهيي توکو د روږدو کسانو د درملنې په برخه کې د همکارۍ ژمنه څرګنده کړه.
دغه راز هغې د اسلامي امارت له دې اقدام ستاينه وکړه، چې د نشهيي توکو او شرابو د مسايلو د له منځه وړلو لپاره يې يو کميسيون جوړ کړ.
هغې دا هم ویلي، چې دا یو "مثبت ګام" دی.
مولوي عبدالکبیر ویلي، چې اسلامي امارت په افغانستان کې د یوناما ماموریت ته ارزښت ورکوي.
هغه وایي، چې له نشهیي توکو او الکولو سره د مبارزې عالي کمیسیون عملیاتي چوکاټ جوړ شوی او ډېر ژر به وروستی شي.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ اسلامي امارت له اسلامي اصولو سره سم فعالیت کوي او د هر ډول اندېښنو په اړه خبرو ته چمتو دی.
ویل کیږي، چې یوناما باید ځینې مسایل احساس او له مسوولیت سره سم پرې غور وکړي.
تازه خبرونه
څار: د افغانستان په اړه د ایران اندونه
تازه خبرونه
د بلخ ولایت د شادیان ځمکې له زورواکو راوګرځول شوې
چارواکو ویلي، چې د مزارشريف په شادیان دښته کې له ۱۰۳۵ جريبه ډېره ځمکه حکومتي ومنل شوه
د عدلیې وزارت ويلي؛ د بلخ په زون کې د اماراتي غصب شویو ځمکو د دوسیو د څېړلو ځانګړې محکمې په شادیان دښته کې د یو زر او پېنځه دېرش اعشاریه پېنځه جریبه ځمکې اړوند اسناد وڅېړل او د مزارشريف له نساجي سرک سره پر لګېدلې ځمکې یې پرېکړه وکړه، چې حکومتي ده.
د دغه وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې د ځمکو د غصب د مخنیوي کمیسیون له دې مخکې هم په مزارشریف ښار کې د یادې ځمکې موضوع څېړلې وه او پر ځمکه د خېټې اچوونکي د قناعت لپاره یې دغه دوسیه رسماً په بلخ زون کې د غصب شویو ځمکو ځانګړې محکمې ته د څېړلو لپاره سپارلې وه.
د یاد وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ یادې محکمې د ملکیتونود اسنادو او د املاکي دفترونو او د غاصبینو له لوري د وړاندې شویو اسنادو په اړه له اړوند څانګو څخه د معلوماتو له ترلاسه کولو او د اسنادو له څېړلو وروسته دغه اسناد د اعتبار وړ نه وبلل او پرېکړه یې وکړه، چې غصب شوې ځمکې حکومتي ملکیت دی.
تازه خبرونه
د کار او ټولنیزو چارو وزارت سږ کال له ۳۴ زره ډېر د کار جوازونه وېشلي
نوموړي ویلي؛ د لومړۍ ربعې پر پرتله د کار او ټولنیزو چارو وزارت د کار جوازونو په وېش کې ۶۵ سلنه زیاتوالی راغلی دی.
د کار او ټولنیزو چارو وزارت ویاند ویلي، چې د ۱۴۰۳ لمریز لېږدیز کال په دوهیمه ربع کې ۳۴ زره ۶۰۴ قطعې د کار جوازونه ووېشلي او له دې لارې عواید یې را ټول کړي دي.
نوموړي ویلي؛ د لومړۍ ربعې پر پرتله د کار او ټولنیزو چارو وزارت د کار جوازونو په وېش کې ۶۵ سلنه زیاتوالی راغلی دی.
د کارو ټولنیزو چارو وزارت د څرګندونو له مخې؛ ۲۴ زره ۷۶۷ نرینه او ۸۷۱ ښځینهوو ته په امارتي ادارو، ۶ زره ۲۱۶ نرینه او ۱۶ سوه ۲۸ ښځینهوو په خصوصي سکټور او همدارنګه ۱۱ سوه ۲۲ بهرني وګړي په بېلابېلو برخو کې پر رسمي دندو ګمارل شوي دي.
ویل کیږي، چې د کار او ټولنیزو چارو وزارت د روان کال په لومړۍ ربع کې هم ۲۲ زره ۴۲۷ قطعې د کار جوازونه وېشلي وه.
-
لوبی2 days ago
عثمان توشیف د افغانستان فوټبال ملي لوبډلې د مشر روزونکي په توګه وټاکل شو
-
تازه خبرونه3 days ago
په افغانستان کې د صرافۍ او پولي خدمتونو قانون تصویب شو
-
تازه خبرونه1 day ago
په غزني کې د زردالو د اوبو بند تخنیکي سروې پیل شوه
-
تازه خبرونه3 days ago
د چین پر مرسته د بامیان ولایت لپاره د ۲۰ میګاواټه برښنا چمتو کولو چارې پیل شوې
-
تازه خبرونه3 days ago
د جرمني لومړی وزیر د مجرمو افغانانو پر شړلو ټینګار څرګند کړ
-
سیمه ییز خبرونه2 days ago
په امریکا کې د ترکیې د ولسمشر سیاسي مخالف فتحالله ګولن مړ شو
-
سیمه ییز خبرونه3 days ago
د حماس د مشر وژنه به د مقاومت محور ونهدروي ـ د ایران مذهبې رهبر
-
لوبی22 hours ago
تاجکستان د افغانستان له والیبال ملي لوبډلې لوبه وګټله