سیمه ییز خبرونه
د یمن حوثي یاغیانو په سره بحیره کې د تېلو پر لېږدوونکې کښتۍ توغندیز برید وکړ – امریکا

د امریکا پوځ په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د یمن حوثي یاغیانو په سره بحیره کې د تېلو پر یوې سوداګریزې کښتۍ یو کروز توغندی توغولی دی.
د رویترز خبري اژانس د راپور له مخې؛ له دې بریده اور لګېدنه رامنځته شوې، خو مرګ او ژوبله نهلري.
دغې رسنۍ د یوه امریکايي چارواکي د څرګندونو له مخې په داګه کړې؛ د تېلو لېږدونکې دا سټریندا کښتۍ د بابلمندب تنګي د شمالي لوري په ۱۱۱ کیلومترۍ کې پر نښه شوې، چې سره بحیره او د عدن خلیج سره نښلوي.
یادې سوداګریزه کښتۍ د ناروې بیرغ لېږداوه او د همدې هېواد له یوه شرکت سره یې تړاو درلود.
د امریکا اردو ویلي: د برید په وخت کې د امریکا کومه کښتۍ لیدل شوې نهوه؛ خو د امریکا د سمندري ځواکونو یوې جنګي کښتۍ د سټرینډا M/T غوښتنې ته بېړنی ځواب ورکړ او دا مهال مرستې چمتو کوي.
د شنبې پر ورځ حوثیانو اعلان وکړ؛ دوی به ټولې هغه کښتۍ پر نښه کړي، چې اسرائیلو ته ځي. پرته له دې، چې د دوی تابعیت ولري.
دې ډلې نړیوالو باروړونکو شرکتونو ته خبرداری ورکړی، چې له اسرائیلو سره له سوداګریزو معاملو ډډه وکړي.
د رویټرز د راپور له مخې، دا اوس هم څرګنده نهده، چې سټریندا له اسرائیلو سره کومې اړیکې درلودې.