تازه خبرونه
د کورنیو چارو وزارت چارسمبالي د پاکستان له استازي سره پر شته ستونزو خبرې وکړې
د دې وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ په دې کتنه کې دواړو لوریو د افغانستان او پاکستان د اړیکو د ښه کېدو او د شته ستونزو د حل لپاره پر مهمو مسایلو خبرې وکړې.

کورنیو چارو وزارت ویلي، چې د دې وزارت چارسمبالي سراج الدین حقاني د افغانستان په چارو کې د پاکستان له ځانګړي استازي صادق خان سره کتلي دي.
د دې وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ په دې کتنه کې دواړو لوریو د افغانستان او پاکستان د اړیکو د ښه کېدو او د شته ستونزو د حل لپاره پر مهمو مسایلو خبرې وکړې.
په دې کتنه کې صادق خان ویلي: مونږ ژمن یوو، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ شته ستونزې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي او مدني اړیکو د پیاوړتیا لپاره پر ګډو هڅو حل کړو.
دغه راز سراج الدین حقاني میلمنو ته د ښه راغلاست تر څنګ ویلي؛ افغانستان او پاکستان مذهبي، کلتوري او تاریخي مشترکات لري.
هغه زیاته کړې: ” اوسنی وخت د دې غوښتنه کوي، چې د امنیتي او سیاسي ستونزو د حل لپاره ګډې هڅې ګړندۍ شي. له دې سره ولسونه له زیان څخه خوندي پاتې کیږي او د سیمې ثبات او پرمختګ تضمینوي.”
ویل کیږي، چې دواړو لوریو د اړیکو د ښه کولو لپاره پر همکارۍ او همغږۍ ټینګار وکړ.