تازه خبرونه
د کورنیو چارو وزارت ټولې چارې د سټراټیژیک پلان له مخې تنظیم او اداره کیږي – چارواکي
دوی دا هم ویلي، چې تېر کال د هېواد په هوايي ډګرونو کې د ۱۹۵۰ زره ډالرو، ۸۴۵ زره یورو، ۴۸۳۰ زره سعودي ریالونو او سل زره درهمو د قاچاق مخه نیول شوې ده. دغه راز ۳۴۴ کیلو ګرامه نشهيي توکي، له یو کیلو ګرامه زیات سره زر هم کشف او ترلاسه شوي، چې پر تړاو یې ۵۹۱ کسان هم نیول شوي دي.
د کورنیو چارو وزارت چارواکو د سې شنبې پر ورځ ( د وږي شپږمه) د تېر یوه کال د لاسته راوړنو د وړاندې کولو په خبري غونډه کې ویلي، چې اوس د دغه وزارت ټولې چارې د سټراتیژیک پلان له مخې تنظیم او اداره کېږي.
دې چارواکو دا هم ویلي، چې له څلور لسیزو وروسته افغانستان د لومړي ځل لپاره د ټولیز امنیت شاهد دی؛ خلک په ډاډمنه فضا کې ژوند کوي او له یوه ولایت څخه بل ته اسانه تګ راتګ لري.
دوی زیاته کړې، چې د امنیت او عامه نظم د تامین لپاره د اسلامي امارت د رهبر فرمانونه، د محاکمو پرېکړې او د وزارت د رهبرۍ سپارښتنې پخپل وخت عملي شوي دي.
د دوی د څرګندونو له مخې؛ د هېواد د امنیتي ځواکونو د هڅو په پایله کې د جرمونو کچه ۳۰ سلنه راټیټه شوې ده.
دې چارواکو ويلي؛ په تېر یوه کال کې د انسان تښتونې ۳۸ پېښې ثبت شوي او امنیتي ځواکونو د سړي تښتوونکیو پر وړاندې ۲۵۰ عملیات کړي دي.
دې چارواکو زیاته کړې، چې د تېر کال په اوږدو کې د ملي پولیسو د پرلهپسې هلوځلو په پایله کې سرتاسري امنیت رامنځته شوی؛ سترې دیني، ملي او ځانګړې غونډې جوړې شوي، چې ګڼشمېر خلکو په کې ډاډه ګډون کړی دی.
دوى ویلي؛ د اقتصادي او پراختيايي پروژو د امنيت ټينګښت، د پانګونې لپاره د زمينې برابرول، د هېواد د سرحدي کرښو ارزول او ثبتول، خلکو ته د خدمتونو وړاندې کول او متوازن انکشاف د تېر کال مهمې لاسته راوړنې دي. په تېر یوه کال کې د ملي پولیسو لهخوا ۷۰ بېخبنایي پروژې خوندي شوي دي.
د کورنیو چارو وزارت وايي؛ د امنیتي ځواکونو د مسلکي کېدو او پیاوړتیا په برخه کې اساسي ګامونه پورته شوي، د ملي پولیسو تعلیمي مرکزونه نور هم تجهیز شوي او ملي پولیس اوس د دې وړتیا لري، چې د ترهګرو هر ډول شومې موخې او پلانونه شنډ کړي.
د کورنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې په تېر کال کې ۴۵۰ تنه زدهکړیالان له کمیسون او خدمتي پروګرامونو څخه د لیسانس پر کچه فارغ شوي، چې ۶۷۳ یې د ښځینه کټګورۍ څخه ۳۲۵ یې د ظرفیت لوړونې په پروګرامونو کې برخه اخیستې ده. غه راز یوشمېر خلکو اساسي، تخصصي او د ساتنې زدهکړې بشپړې کړې او اوس ۳۲ زره نور کسان پر زدهکړو بوخت دي.
د تېر یوه کال په لړ کې ۲۰ زره ۵۱۵ کسان د افسرانو په پوستونو او ۱۵ زره ۶۰۰ کسان په نظامي پوستونو ګومارل شوي او ۳۵ زره ۵۸۴ سرتېري استخدام شوي دي.
د کورنیو چارو وزارت وايي؛ د اسلامي امارت د رهبر د فرمان له صادرېدو سره د نشهيي توکو د کښت، تولید، قاچاق او کارونې د مخنیوي لپاره بشپړې هڅې شوي او د دې پدېدې له منځه وړل صفر ته نږدې شوی دی. دغه راز په هېواد کې د کوکنارو کروندې له منځه وړل شوي، پر نشهيي توکو د روږدو کسانو درملنه شوې او د دې پدېدې له عاملينو سره جدي او قانوني چلند شوى دى.
چارواکي وايي، په تېر کال کې ۳ زره ۶۴۳ ټنه نشهيي توکي کشف او ترلاسه شوي، د نشهيي توکو د تولید او پروسس ۷۹۰ کارخونې، د الکولي مشروباتو او نشهيي توکو ټابلیټونه له منځه وړل شوي، ۱۰ زره ۵۶۴ شکمن کسان نیول شوي، ۲۷ زره ۸۹۱ روږدي کسان د درملنې مرکزونو ته لېږدول شوي او ۱۷۵ زره کسان د نشهيي توکو د قاچاق پر تور نیول شوي او ۱۷ زره ۶۵۱ هکټاره ځمکې د کوکنارو له کښت څخه پاکې شوې دي.
دوی دا هم ویلي، چې تېر کال د هېواد په هوايي ډګرونو کې د ۱۹۵۰ زره ډالرو، ۸۴۵ زره یورو، ۴۸۳۰ زره سعودي ریالونو او سل زره درهمو د قاچاق مخه نیول شوې ده. دغه راز ۳۴۴ کیلو ګرامه نشهيي توکي، له یو کیلو ګرامه زیات سره زر هم کشف او ترلاسه شوي، چې پر تړاو یې ۵۹۱ کسان هم نیول شوي دي.
د دوی د څرګندونو له مخې؛ د خدمتونو وړاندې کول لکه د پاسپورټونو او ټرافیکي اسنادو وېش، د طبیعي پېښو له قربانیانو سره د چلند، د جرمونو د کچې راټیټول او د وسلو او وسایطو د لېږد قانوني کول په تېر یوه کال کې د دغه وزارت له مهمو کارونو څخه دي. د تېر کال په اوږدو کې ټولټال ۱۷۴۵۰۰۰ پاسپورټونه غوښتونکیو ته وېشل شوي دي. پر دې سربېره ۵۰۰ زره موټر په سیسټم کې ثبت شوي، چې ۲۵۰ زره لنډمهالي لایسنس پلیټونه وېشل شوي او د لنډمهالي جواز پلیټونو د وېش لړۍ اوس هم روانه ده.
د مسوولینو د څرګندونو له مخې؛ تېر کال د اسلامي امارت د رهبري پلاوي پر مشرۍ د مرکزي او ولایتي ادارې د مسوولانو ترمنځ د ستونزو د څېړلو، د سیمهییزې حکومتوالۍ د پیاوړتیا، د غوره خدمتونو د وړاندې کولو، له خلکو سره اړینه همغږي او د خلکو د ډاډمن امنیت لپاره د همغږۍ غونډې جوړې شوې دي.
تازه خبرونه
له ۲۰۰ ډېر له بنده خوشې شوي کډوال هېواد ته راستانه شول
د کندهار او نیمروز ولایتونو د کډوالو چارو ریاستونو د بیا میشتېدنې ریاستونو د څرګندونو له مخې؛ ۲۲۴ کسان په پاکستان کې له دوه میاشتو بند تېرولو وروسته د سپین بولدک له لارې او ۴ نور هېوادوال په عراق کې د درې میاشتو بند له تېرولو وروسته د نیمروز له لارې خپل هېواد ته راستانه شوي دي.
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت ویلي؛ په روانه اوونۍ کې ۲۲۸ افغان کډوال، چې په عراق او پاکستان کې بندیان ول؛ خوشې شوي او افغانستان ته راستانه شوي دي.
د کندهار او نیمروز ولایتونو د کډوالو چارو ریاستونو د بیا میشتېدنې ریاستونو د څرګندونو له مخې؛ ۲۲۴ کسان په پاکستان کې له دوه میاشتو بند تېرولو وروسته د سپین بولدک له لارې او ۴ نور هېوادوال په عراق کې د درې میاشتو بند له تېرولو وروسته د نیمروز له لارې خپل هېواد ته راستانه شوي دي.
یاد کسان د سپین بولډک او نیمروز د بیا میشتیدنې ریاستونو له نوملیکنې او د وزارت همکارو ادارو څخه د مرستې ترلاسه کولو وروسته خپلو اصلي ځایونو ته ولېږدول شول.
تازه خبرونه
په افغانستان کې ټولګډونه حکومت جوړول د جګړې د مخنیوي لپاره اړین دي – ایران
ایرواني د چارشنبې پر ورځ( د لیندۍ نولسمه / د ډسمبر لسمه ) د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې «په افغانستان کې وضعیت» تر سرلیک لاندې وینا کې ویلي: « د داسې یو ټولګډونه حکومت جوړول، چې رښتیا هم د خلکو استازیتوب وکړي؛ د تلپاتې سولې او ثبات، د جګړې د بیا راڅرګندېدو او د پراخو کډوالو د بهیر د مخنیوي، امنیتي تضمین، اقتصادي پرمختګ او د بشري حقونو په ځانګړي توګه د ښځو او نجونو د حقونو د درناوي لپاره اړین دي.»
تازه خبرونه
د افغانستان علماوو له هېواد او شرعي نظام څخه د دفاع فرضیت اعلان کړ
د هغه پرېکړه لیک له مخې، چې آریانا نیوز ترلاسه کړی راغلي؛ تېره ورځ په کابل پوهنتون کې د هېواد له زر ډېرو عالمانو او مشایخو د افغانستان د حریم د نقض په غبرګون کې یو پرېکړه لیک وړاندې کړ، چې په کې راغلي؛ له خپلو حقونو، ارزښتونو او شرعي نظام دفاع فرض عین ده او د تېري پر وړاندې دفاع مقدس جهاد دی.
د افغانستان د ټولو ولایتونو یو شمېر علماوو د اسلامي نظام د دفاع او حريم د ساتنې په اړه د خپلې ناستې پرېکړه اعلان کړې ده.
د هغه پرېکړه لیک له مخې، چې آریانا نیوز ترلاسه کړی راغلي؛ تېره ورځ په کابل پوهنتون کې د هېواد له زر ډېرو عالمانو او مشایخو د افغانستان د حریم د نقض په غبرګون کې یو پرېکړه لیک وړاندې کړ، چې په کې راغلي؛ له خپلو حقونو، ارزښتونو او شرعي نظام دفاع فرض عین ده او د تېري پر وړاندې دفاع مقدس جهاد دی.
په دې پرېکړه لیک کې ټينګار شوي؛ هیچاته به اجازه ورنکړ شي، چې د افغانستان خاوره د نورو هېوادونو پر ضد وکارول شي او که څوک دغې پرېکړې ته پاملرنه نهکوي؛ اسلامي امارت حق لري، چې پر وړاندې یې تصمیم ونیسي.
د عالمانو په دې غونډه کې له اسلامي امارت غوښتنه وشوه، چې د اسلامي امارت د رهبر د سپارښتنې له مخې هیچاته اجازه ورنهکړ شي، چې نورو هېوادونو ته د پوځي هڅو د ترسره کولو لپاره ولاړ شي.
دا غونډه په داسې وخت کې ترسره کېږي، چې د امنیتي مسلو په اړه د افغانستان او پاکستان ترمنځ تاوتریخوالی بېساري کچې ته لوړ شوی دی.
-
نړۍ3 days agoټرمپ د بېړنۍ ویزې ته د ۱ میلیون ډالرو طلايي کارت پروګرام پیل کړ
-
تازه خبرونه5 days agoد پاکستان د درملو صادرات له ۲۰۰ میلیون ډالرو زیان سره مخ شول
-
سیمه ییز خبرونه5 days agoپه پاکستان کې ۱۰ پوځیانو ته مرګ او ژوبله اوښتې
-
سوداگري5 days agoد پاکستان او افغانستان سوداګر میلیارډونه ډالر زیانمن شول
-
تازه خبرونه4 days agoافغانستان د بې نظمه او جرم ځپلو هېوادونو په نوملړ کې راغی- ټرمپ
-
تازه خبرونه4 days agoیوناما د افغانانو د حقونو د ساتنې غوښتنه وکړه
-
تازه خبرونه3 days agoپه افغانستان کې ټولګډونه حکومت جوړول د جګړې د مخنیوي لپاره اړین دي – ایران
-
څار4 days agoڅار: د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د ناستې ارزونه
