تازه خبرونه
د کورنیو چارو وزارت مرستیال له خپلو ځانګړیو ځواکونو سره د طالبانو د ځپلیو لپاره هرات ته رسیدلی
کورنیو چارو وزارت ویلي؛ نن یکشنبه د زمري ۱۰ د دې وزارت مرستیال عبدالرحمن رحمان د پولیسو له ځانګړیو ځواکونو سره هرات ولایت ته رسیدلی، چې د روانو بریدونو مخه ونیسي او وسلوال طالبان وځپل شي.
ټاکل شوې، چې عبدالرحمن رحمان به د وسلوالو طالبانو د ځپلیو لپاره پراخ عملیات پیل او تر سره کړي.
کورنیو چارو وزارتمرستیال عبدالرحمن رحمان ویلي: مونږ د هرات ټولو خلکو ته ډاډ ورکوو، چې مونږ به د هغو جنایتکارانو په پاکولو کې پرېکنده عمل وکړو، چې د هرات د خلکو امنیت یې ګډوډ کړی دی.
نوموړي زیاته کړې، چې د سیمه ییزو او امنیتي چارواکو په ګډون به د ولسي پاڅونکوونکیو له استازیو سره هم وګوري، چې شته ستونزې حل شي.
د کورنيو چارو وزارت مرستيال په داسې حال کې هرات ته سفر کړی، چې تېره شپه د ولسي جرګې د مشر میر رحمان رحماني په کور کې یو شمېر امنیتي، جهادي او سیاسي مشرانو د هېواد او په ځانګړي توګه د هرات پر امنیتي حالاتو یوه بېړنۍ ناسته تر سره او پرېکړه وشوه، چې امیر صاحب اسمعیل خان دې د هرات والي او د پوځي شورا مشر وټاکل شي.
په دې ناسته کې وړاندیز وشو، چې امیر صاحب اسمعیل خان دې د هرات والي او د پوځي شورا مشر شي، ګلبدین الکوزی د قول اردو د قومندان، سید نصیر علوی د ملي امنیت د مشر او شیرآقا الکوزی دې د امنیه قومندان په توګه وټاکل شي.
دغه راز ګډونوالو غوښتنه وکړه، چې ولسي پاڅونوال دې پوره تجهیز او د ملي امنیتي ځواکونو اړوند نیمګړتیاوو ته دې هم پاملرنه وشي.
دغه راز د ناستې ګډونوالو پر دښمن د هوایي بریدونو د ډېرېدو او د هرات ولایت هوایي ځواک ته د ام ډي ـ ۵۳۰، ای ـ۲۹ او بلاک هاک الوتکو پر ورکولو ټينګار شو.
د ولسي جرګې غړي حبیب الرحمن پدرام زیاته کړې: په دې ناسته کې د ولسي جرګې مشر میر رحمان رحماني، د پخلاینې عالی شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله، د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب، د پخواني ولسمشر مرستیال محمد یونس قانوني، خالد نور، د پارلمان غړيو، یو شمېر مشرانو، ما او کبرزاني ګډون کړی و.
له دې مخکې په هرات کې ځایي چارواکو ویلي وه، چې د هرات ښار د نیولو لپاره د طالبانو پلان شنډ شوی دی.
د دوی د څرګندونو له مخې؛ طالبانو د تېرې جمعې پر ورځ د هرات پر ګذره ولسوالۍ برید پیل کړ او هڅه یې وکړه، چې د دې ولسوالۍ پر نیولو هرات ښار ته ننوځي.
سیمه ییز چارواکي ادعا کوي، چې د نښتو په ترڅ کې ۲۰۰ طالبانو ته مرګ و ژوبله اوښتې ده.
طالبانو هم د خپلو بریدونو پخلی کړی او ویلي یې دي، چې افغان ځواکونو ته یې هم مرګ ژوبله اړولې ده.
تازه خبرونه
ایران او پاکستان د افغانستان په اړه ګډه اعلامیه خپره کړه
ایران او پاکستان په یوه ګډه اعلامیه کې د یو سولهییز، متحد، خپلواک او له ترهګرۍ او نشهیي توکو قاچاق څخه د پاک افغانستان په اړه پخپلو ژمنو ټینګار څرګند کړی دی.
دواړو لوریو د ترهګریزو ډلو شتوالي ته په افغانستان کې نغوته کړې، چې سیمې او نړۍ ته امنیتي ګواښ دی؛ نو پر وړاندې یې پر مبارزه، همکارۍ او متحدې جبهې جوړولو ټینګار کړی دی.
دوی دغه راز د سیمې د امنیت او ثبات د ډاډمنولو لپاره د سیمهییزې او نړیوالې همغږۍ د اړتیاوو پر اهمیت خبرې کړې دي.
دواړه لوري د افغانستان حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا ته د احترام کولو تر څنګ څرګندوي؛ د دې هېواد ټولې خواوې باید په بنسټیزو پرېکړو کې ونډه ولري، چې په هېواد کې د سولې او ثبات لامل شي.
تازه خبرونه
له ۱۰۰۰ ډېر افغان مهاجرین له پاکستان څخه جبري وایستل شول
د مهاجرینو چارو وزارت ویلي، چې د غویي پر څلورمه د سپین بولدک له فرضي کرښې څخه ۱۰۰۱ افغان مهاجرین پر جبري بڼه خپل هېواد ته راستانه شول.
د کندهار سپین بولدک سرحدي آمریت د راپور له مخې؛ ۱۹۱ کورنۍ، چې ۹۹۸ کسان دي او درې کسان نور، چې له بنده ازاد شوي؛ په جبري توګه له پاکستان څخه هېواد ته راستانه شول.
د مهاجرینو چارو وزارت د څرګندونو له مخې؛ د مهاجرینو چارو له ریاست سره له نوم لیکنې وروسته د نورو مرستو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ، د مهاجرت او د خوړو نړیوالې ټولنې دفترونو ته ور وپېژندل شول.
دغه راز له ۱۸ کلونو کم عمره دوه کسان، چې بندیان ول د مرستې لپاره OMPO موسسې ته ور پېژندل شوي.
ویل کیږي، چې له هرې کورنۍ سره د حکومت له لوري لس – لس زره افغانۍ نغدي مرسته هم شوې ده.
تازه خبرونه
د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت چارسمبالي د ازبکستان په شپږ اړخیزه غونډه کې ګډون وکړ
د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت چارسمبالي حميدالله اخوندزاده پرون (سې شنبه د غویی څلورمه) د يوه پلاوي پر مشرۍ ازبکستان ته سفر کړی او د دې هېواد پر کوبتوب یې د افغانستان، روسيې، بېلاروس، پاکستان، قزاقستان او ازبکستان هېوادونو ترمنځ په شپږ اړخيزه غونډه کې ګډون وکړ.
د افغانستان پلاوي په دې کتنه کې د نورو هېوادونو له استازیو سره د افغانستان، روسيې، بېلاروس، پاکستان، قزاقستان او ازبکستان هېوادونو ترمنځ د شپږ اړخيز دهليز له لارې د راکړې ورکړې د پراختيا په اړه خبرې وکړې.
د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت ويلي، چې د دې غونډې په څنډه کې د دغه وزارت چارسمبالي د روسیې او بلاروس د ټرانسپورټ له مرستیالانو سره هم وکتل.
دغه راز د ټرانسپورت او هوايي چلند وزارت چارسمبالي د روسيې او بېلاروس د ټرانسپورټ وزارتونو له مرستيالانو سره د افغانستان او روسيې، افغانستان او بېلاروس ترمنځ د ټرانزيټي لارو د پراختيا او د ټرانسپورټي اسانتياوو د برابرولو په اړه خبرې وکړې.
ویل کیږي، چې د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت چارسمبالي د افغانستان په چارو کې د ازبکستان د ولسمشر ځانګړي استازي او د ټرانسپورټ له وزیر سره دوه اړخیزې ناستې کړي او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د ټرانزیټ پر پراختیا بحث او خبرې کړې دي.
-
تازه خبرونه2 days ago
وروستیو سیلابونو په افغانستان کې ۱۵۰۰ کورنیو ته زیانونه رسولي
-
نړۍ4 days ago
د جاپان دوه پوځي چورلکې بحر ته وغورځېدې
-
نړۍ2 days ago
د مالیزیا بحري ځواکونو د چورلکو په ټکر کې ۱۰ کسان مړه شول
-
تازه خبرونه3 days ago
د پاکستان سرحدونو وزیر د افغان کډوالو پر باعزته ستنېدا ټینګار وکړ
-
لوبی3 days ago
عینو مېنې، استقلال کابل او اټکانرژي فوټبال لوبډلې، خدیم افسي مات کړل
-
لوبی2 days ago
د موج ساحل لوبغاړي د جوانان واحدي لوبډلې پر وړاندې زړهراکښونکی ګول ترسره کړ
-
سیمه ییز خبرونه2 days ago
د ایران ولسمشر پر درې ورځني سفر پاکستان ته ولاړ
-
تازه خبرونه1 day ago
راشد خان د افغان بیسیم سوداګریز سفیر شو