تازه خبرونه
د کندهار په ماین چاودنه کې ۵ کسان وژل شوي

(Last Updated On: )
سیمه ییزو چارواکو ویلي، چې د پنجشنبې پر ورځ په کندهار ولایت کې د ښځو او ماشومانو په ګډون لږ تر لږه پېنځه ملکي وګړي په ماین چاودنه کې وژل شوي دي.
د دې ولایت د پولیسو ویاند جمال ناصر بارکزي څرګنده کړې، چې د سړک غاړې دغه ماین چاودنه نن سهار لس بجې د پنجوايي ولسوالۍ د سالاهین په اړوند سیمه کې پر یوه موټر رامنځته شوې ده.
بارکزی پدې اړه نور جزئیات لري او زیانمن کسان هم پېژندل شوي ندي.
تر دې دمه هیچا د دې چاودنې مسوولیت پر غاړه ندی اخیستی.
د یادونې ده، چې دغه چاودنه د طالبانو او افغان امنیتي ځواکونو ترمنځ د کوچني اختر د درې ورځني اوربند پر لومړۍ ورځ رامنځته شوې ده.