تازه خبرونه

د کندهار د بولدک ولسوالۍ سوداګرو له سېلاب ځپلیو سره ۱۰ میلیون افغانۍ نغدي مرسته وکړه

Published

on

(Last Updated On: )

د کندهار په بولدک ولسوالۍ کې له هغو کورنيو سره، چې په وروستيو سېلابونو کې يې کورونه ويجاړ يا زيانمن شوي وه، د دې ولسوالۍ د سوداګرو لخوا لس ميليون افغانۍ نغدي مرسته وشوه.

 په کندهار کې د وروستيو سېلابونو د راتلو له کبله د بولدک ولسوالۍ اوسيدونکیو ته تر ټولو ډېر مالي زيانونه واوښتل، چې د چارواکو د څرګندونو له مخې له پېنځه زره ډېرې کورنۍ يي زيانمنې کړي او ۱۴۶۲ کورونه اوبو وبجاړ کړي دي.

زیامنو کورنیو له نړیوالو ټولنو، دولت او شتمنو هېوادوالو وغوښتل، چې د کورونو په بيارغونه او جوړونه کې ورسره مرسته وکړي.

د دې ولایت د بولدک ولسوالۍ سوداګرو له سېلاب ځپلیو سره د کورونو د بيارغونې او جوړولو په برخه کې د مرستې لپاره د لس ميليون افغانيو نغدو پيسو مرسته وکړه.

په کور دننه سوداګرو له بهرمیشتو شتمنو هېوادوالو او سوداګرو وغوښتل، چې په اوسنيو سختو حالاتو کې د خپلو هېوادوالو لاسنيوی وکړي.

د نغدي مرستې په لړ کې هرې ويجاړې شوې خونې لپاره  ۳ زره افغانۍ ورکړ شوشوي او اړمنې کورنۍ د سوداګرو له دې مرستې خوښې دي. دوی پر نورو شتمنو هېوادوالو هم د ورته مرستو او لاسنيوي غږ کوي.

د بولدک ولسوالۍ د سوداګرو استازی حاجي فيض الله خان نورزی وایي؛ سل لکه افغانې راټولې شوي. ان شاالله دومره امداد دا دی مونږ راوړی، چې د وروستي سېلاب پر ستړو او زیانمنو خلکو به يې ووېشو.

د سپين بولدک ولسوالۍ هغه اوسيدونکي، چې په وروستيو سېلابونو کې يي خپل کورونه له لاسه ورکړي او اوس يي د سوداګرو له لوري نغدي مرستې تر لاسه کړي د سوداګرو دا مرسته ستايي او پر نورو شتمنو هېوادوالو هم د ورته مرستو ږغ کوي او وايي؛ کومې مرستې، چې تر دې مهاله له دوی سره شوي په سمه توګه تر دوی رسول شوې دي.

زيانمن شاه محمد ویلي؛ مونږ له تجارانو او شتمنو هېوادوالو څخه غواړو، چې له دې موسسې والا سره خپله همکاري وکړي. دوي يي ترمونږ پورې پوره رارسوي.

دغه راز اړمن عبدالواسع هم وایي: بس دغه مو غوښتنه ده، چې مونږ ته دې دغه مرستې راجاري وساتي؛ ټول همدا عوام خلک دي، ټول در په دره دي.

د يادونې ده، چې د وروستيو سېلابونو له کبله د کندهار په بولدک او نورو ولسواليو کې ټولي چارې ټکنې شوي، چې له کبله يي هېوادوال اوزګارۍ او له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دي. که خيريه ټولنې او دولت له دوی سره پر وخت مرستې ترسره نکړي؛ نو د وضيعت د خرابېدو امکان ډېر ليدل کيږي .

Trending

Exit mobile version