لوبی
د کرکټ ملي لوبډلې ویسټ انډیز ته پر ۵۶ منډو ماته ورکړه
د افغانستان کرکټ لوبډلې د تېرې شپې په روزنیزه لوبه کې ویسټ انډیز ته پر ۵۶ منډو ماته ورکړه.
افغان لوبغاړیو سیالې لوبډلې ته ۱۹۰ منډې هدف وټاکه؛ خو ویسټ انډیز په ۲۰ آورونو کې یوازې ۱۳۳ منډې جوړې کړې.
د کرکټ بورډ چارواکو منلې، چې افغانستان ویسټ انډیز ته په لوی توپیر ماتې ورکړې ده.
د چارواکو د څرګندونو له مخې؛ محمد نبي عیسی خېل، حضرت الله ځاځی، شېرزاد محمدي، رحمان الله ګوربز په دغو لوبو کې ښې پایلې درلودې.
ټاکل شوې، چې کرکټ ملي لوبډله به راتلونکې دوشنبه خپله اصلي لوبه (د لړم پر ۳) ترسره کړي؛ خو سیاله لوبډله یې تر اوسه ټاکل شوې نده.
د یادونې ده، چې د کرکټ شل آوریز نړیوال جام څلور ورځې مخکې پیل شوی او شاوخوا درې نورې اوونۍ به روان وي.
لوبی
راشدخان د ایرلینډ پروړاندې د ۲۰ آوریزو نړیوالو سیالیو لوبډلمشر شو
د افغانستان کرکټ بورډ د ایرلینډ پر وړاندې د شل اوریزو نړیوالو سیالیو لپاره د کرکټ ملي لوبډلې د ۱۵ لوبغاړو نوملړ اعلان کړ.
په دغه اعلان شوي نوملړ کې راشد خان ارمان د ملي لوبډلې د لوبډلمشر په توګه راغلی دی.
نوموړی د ملا د درد له کبله له اوږده ځنډ وروسته لوبدلې ته راستون شوی دی.
د افغانستان او ایرلینډ کرکټ لوبدلې به له نړیوالو یو ورځنیو او ټیسټ لوبو وروسته د مارچ پر پېنځلسمه، اووهلسمه اواتلسمه د متحده عربي اماراتو په شارجه لوبغالي کې سره ولوبیږي.
د افغانستان د لوبغاړو نوملړ:
راشد خان ارمان (لوبډلمشر)، ابراهیم ځدراڼ، رحمان الله ګربز، صدیق اتل، اعجاز احمدزی، اسحاق رحیمي، محمد نبي، ننګیال خروټی، عظمت الله عمرزی، نور احمد، مجیب الرحمن، وغادار مومند، فرید ملک، نوین الحق او فضل الحق فاروقي.
لوبی
د افغانستان کرکټ لوبډلې د یو ورځنیو سیالیو د لړۍ دوهیمه اتلولي هم خپله کړه
د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د یو ورځنیو سیالیو درېیمه او وروستۍ لوبه هم له ایرلنډ څخه د ۱۱۷ منډو پر توپیر وګټله او په عربي متحده اماراتو کې یې د یو ورځنیو نړیوالو سیالیو د لړۍ اتلولي خپله کړه.
په دې لوبه کې، چې تېره شبه ترسره شوه افغان لوبغاړی محمد نبي پر ۵ ویکټو د افغانستان غوره لوبغاړی شو او ننګیال خروټی هم په دې لوبه کې ښه ځلیدلی دی.
افغانستان لومړۍ یو ورځنۍ لوبه ګټلې او د دواړو لوبډلو ترمنځ دوهیمه لوبه د باران له کبله لغوه شوې وه؛ خو درېیمه لوبه یې هم د ځان پر ګټه راوڅرخوله.
که څه هم ایرلنډ د لوبې پچه ګټلې وه او لومړی یې توپاچونه غوره کړه؛ خو افغان لوبغاړو په ۵۰ اورونو کې د ۹ لوبغاړو پر سوځېدو ایرلنډ ته د ۲۳۷ منډو هدف وټاکه.
په لومړۍ نیمايي کې حشمت الله شهیدي د ۶۹ منډو پر جوړولو د نورو افغان لوبغاړو پر پرتله ښه وځلید.
په دوهیم اور کې د ایرلنډ لوبډلې په ۳۵ اورونو کې خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکړل او تر ۱۱۹ زیاتې منډې یې جوړې نه کړی شوې.
محمد نبي، چې د دې سيالۍ غوره لوبغاړی وټاکل شو، پېنځه ايرلنډي لوبغاړي يې له سيالۍ لرې او ننګيال خروټي هم څلور مخالف لوبغاړي له منځه يوړل.
د یادونې ده، چې محمد نبي په لوبه کې ښه وځلید؛ خو په ټول لوبلړ کې رحمان الله ګربز د لوبې غوره لوبغاړی وټاکل شو.
لوبی
راشد خان د ایرلینډ پر وړاندې په ۲۰ اوریز لوبلړ کې لوبه کوي
د افغانستان کرکټ ستوری راشد خان، چې د تېر کال په نومبر میاشت کې د ملا پر درد اخته شوی و؛ اوس روغ شوی او د ایرلینډ پر وړاندې به په ۲۰ اوریز لوبلړ کې، چې د جمعې پر ورځ پیلیږي لوبه وکړي.
راشد خان د افغانستان کرکټ بورډ سره په خپله مرکه کې ویلي؛ دی به د هند په غوره لیګ کې هم برخه واخلي، چې ټاکل شوې د راتلونکې جمعې پر ورځ پیل شي.
هغه زیاته کړې: پلان مې دا دی، چې په راتلونکیو (د آیرلینډ پر وړاندې ۲۰ اوریزو لوبلړ ) سیالیو کې د هېواد استازیتوب وکړي او تمرینات یې روان دي او نن دوهیمه ورځ ده او له نیکهمرغه ښه ترسره شول. هیله من یم، چې راتلونکې ورځې به هم ښې وي او بیا کولی شم یو ځل بیا ملي کمیس واغوندم او د خپل هېواد لپاره ښه کار کول روان وساتم.
نوموړی په دې باور دی، چې د هند په غوره لیګ کې لوبېدل به له ده او نورو افغان لوبغاړو سره مرسته وکړي؛ په ۲۰ اوریز نړیوال جام کې، چې ټاکل شوې د جون په میاشت کې پیل شي ښه وځلېږي.
هغه زیاته کړې: ښه خبره دا ده، چې زمونږ ډېري لوبغاړي به د هند غوره لیګ کې ولوبیږي او دا به د نړیوال جام لپاره ښه چمتووالی وي او مونږ به له هغو کسانو سره هم اړیکه ونیسو، چې په دې لیګ کې به نه وي (د هند غوره لیګ ) ښه کار وکړو.
راشد خان پر وروستي ځل څلور میاشتې مخکې په ۵۰ اوریز کرکټ نړیوال جام کې له سویلي افریقا سره لوبېدلی و.
-
نړۍ5 days ago
د غزې پر یوه مرستندویه مرکز د اسرائیلو په هوايي برید کې ۲۷ کسانو ته مرګ و ژوبله اوښتې
-
لوبی5 days ago
راشدخان د ایرلینډ پروړاندې د ۲۰ آوریزو نړیوالو سیالیو لوبډلمشر شو
-
تازه خبرونه2 days ago
د هند د یوه پوهنتون په لیلیه کې پر لمونځ کوونکیو برید شوی
-
تازه خبرونه5 days ago
یوناما په افغانستان کې د مسایلو ارزونه له منفي اړخه کوي – ذبیح الله مجاهد
-
تازه خبرونه20 hours ago
په نوي تعلیمي کال کې دې د نجونو ښوونځي او پوهنتونونه پرانیستل شي – حامد کرزی
-
سوداگري5 days ago
د سوداګرۍ او صنایعو وزارت د تېلو چاڼخونو ته ځمکه ځانګړې کوي
-
تازه خبرونه5 days ago
د افغانستان امانت صندوق تر اوسه ۲۷۰ میلیون ډالر ګټه کړې – انوارحق احدي
-
نړۍ2 days ago
د آیسلینډ اورشېندنې یو ځل بیا سرراپورته کړ