لوبی
د کرکټ ملي لوبډلې د مشر روزونکي قرارداد به ونه غزول شي

د افغانستان کرکټ بورډ په خبرپاڼه کې په ډاګه شوې، چې د کرکټ ملي لوبډلې د مشر روزونکي په توګه به د لانس کلوزنر قرارداد تمدید نشي.
له ملي لوبډلې سره د لانس کلوزنر تړون د روان کال د ډسمبر تر پایه پای ته رسېږي.
په خبرپاڼه کې راغلي؛ د افغانستان کرکټ بورډ او د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې مشر روزونکي لانس کلوزنر د دوه اړخیزې هوکړې په پایله کې پرېکړه کړې، چې د افغانستان ملي لوبډلې د مشر روزونکي په توګه د کلوزنر قرارداد ونه غزوي.
د سویلي آفریقا دغه پخواني “آلرونډر” د ۲۰۱۹ زېږدیز کال په ډسمبر کې د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې مشر روزونکی ټاکل شوی و.
د کرکټ بورډ د معلوماتو له مخې؛ د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د روزونکي لانس کوزنر په مشرۍ له ۱۴ شل آوریزو لوبو څخه نهه، له شپږ یو ورځنیو لوبو څخه درې ګټلي او له درې ټیسټ لوبو څخه یوازې په یوه لوبه کې بریالی شوی دی.
ملي لوبډلې او د افغانستان کرکټ بورډ د لانس کلوزنر له خدمتونو او ترسره کړې دندې ستاینه وکړه.
کرکټ ملي بورډ د ملي لوبډلې د نوي روزونکي د ګومارلو بهیر پیل کړی او هڅه کوي، چې د لانس کلوزنر پر ځای نوی روزونکی وروپېژني.