لوبی
د کرکت لوبې افغان مینه وال د نړیوال جام په لومړۍ لوبه کې ملي لوبډلې ته د بریا هیله کوي

د افغانستان کرکت ملي لوبډلې مینه والو د شل آوریز نړیوال جام په سیالیو کې، چې ټاکل شوې د شنبې په ورځ( د تلې ۳۰ / د اوکتوبر ۲۲) د ماسپښین ۳ بجې د انګلستان پر وړاندې ترسره شي؛ د کرکت ملي لوبډلې ته د بریا هیله کړې.
د افغانستان د کرکت ملي لوبډلې تر اوسه د شل آوریز نړیوال جام په ۴ پړاوونو کې ګډون کړی او ځینو پیاوړیو لوبډلو ته یې ماتې ورکړې؛ خو تر اوسه د دغه ډول سیالیو نیمه پایلوبې ته رسېدلی ندی.
د افغانستان کرکت ملي لوبډلې یو مینه وال ويلي: هیله من یم، چې د افغانستان د کرکت ملي لوبډله د نړیوال جام په دې پړاو کې ښه وځلیږي او د افغانستان لپاره ښې لاسته راوړنې ولري.
د افغانستان کرکت ملي لوبډله به د شل آوریز نړیوال جام په دولسم پړاو کې له انګلستان، نیوزیلیند، ایرلیند، سریلانکا او آسترالیا سره مخ شي. دې لوبډلې د نړیوال جام سیالیو په تېر پړاو کې دې مقام ته د غوراوي ۱۲ پړاو ته لار موندلې وه.
افغانستان د شل آوریز نړیوال جام سیالیو له پیل مخکې د بنګله دېش او پاکستان پر وړاندې دوه روزنیزې( تمریناتي) لوبې کړي دي؛ د کرکت ملي لوبډلې بنګله دېش ته په ۶۹ منډو ماتې ورکړه او د پاکستان پر وړاندې یې ۱۵۴ منډې ترسره کړې، خو د باران له کبله له پاکستان سره دا لوبه بې پایلې اعلان او لغو شوه.
د افغانستان کرکت ملي لوبډلې توپ وهونکي رحمان الله ګربز، چې له پاکستان سره په روزنیزه لوبه کې ټپي شوی و؛ د افغان کرکت مینه والو اندېښنې یې راوپارولې؛ خو ګربز څرګنده کړې، چې: اوس روغ شوی او د انګلستان پر وړاندې په لوبه کې به ولوبیږي.
ګربز وایي: زه ټولو مینه والو ته ډاډ ورکوم، چې زه د راتلونکیو سیالیو لپاره بشپړ چمتو یم.
محمد نبي او راشد خان هم هغه دوه لوبغاړي دي، چې په توپ وهنه او توپ اچونه کې ښه مهارت لري.
د انګلستان د کرکت ملي لوبډلې لوبډلمشر جو بتلر د راشد خان په اړه ویلي: هره هغه لوبډله، چې راشد خان ولري؛ په رښتیا پیاوړې ده. شل آوریزه کرکت لوبه یوه له هغو لوبو څخه ده، چې یوازې یو کس کولی شي لوبډله وګټي.
د افغانستان او انګلستان ترمنځ لوبه به د افغانستان پر وخت د شنبې پر ورځ د ماسپښین په ۳:۳۰ بجو پیل شي او د نورو شل آوریزو سیالیو په څېر به له آریانا تلویزیون څخه په ژوندۍ بڼه خپره شي.