تازه خبرونه
د کاپیسا په نجراب کې لوبغالی جوړیږي

(Last Updated On: )
په کاپیسا ولایت کې د قلعه غنی لوبغالي د بنسټ ډبره کيښودل شوه .
په نجراب ولسوالی کې د قلعه غني لوبغالي لپاره ۱۳ جریبه ځمکه ځانګړې شوي ده.
په پام کې ده، چې د ۸۰ میلیون افغانیو پر ارزښت په ۱۸ میاشتو کې دغه لوبغالې جوړ کړل شي .
ویل کیږي، چې دا لوبغالی به په یوه وخت کې د لس زره کسانو د ځایدو وړتیا ولري.
افغانستان کې نور سپورټي حال
دغه راز د افغانستان موتای ملی فدراسیون په قرنطین ورځو کې د روزونکیو د وړتیا لوړولو لپاره کار پیل کړی.
د موتای ملی فدراسیون د قرنظین په ورځو کې هره اوونۍ درې لوبې د نړۍ او آسیا له معتبرو سیالیو څخه ګوري.
دوی دغه لوبې له خپلو امکاناتو څخه په ګټه اخیستلو ننداره کوی او د داورانو په توګه خپلي رایې صادروي.
له بلی خوا له دې لارې دوی د داوران تحلیل هم کوي.
له دې کار څخه موخه د قرنطین له ورځو څخه ښه کټه پورته کول دي.