روغتيا
د کانګو تبه په تېرو دوه میاشتو کې ۳۸ سلنه زیاته شوې

عامې روغتیا وزارت د لوی اختر د رارسېدو په درشل کې په ډاګه کړې، چې له تېرو دوه میاشتو راپدیخوا په ټول هېواد کې د کانګو تبې په پېښو کې ۳۸ سلنه زیاتوالی راغلی دی.
د دغه وزارت ویاند زیاته کړې، چې د روان کال په لومړیو پېنځه میاشتو کې د کانګو تبې ۲۰۳ مثبتې پېښې ثبت شوي، چې له کبله یې شپږ کسان مړه شوي دي.
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، تېر کال د کانګو تبې شاوخوا ۲۴۴ مثبتې پېښې ثبت شوې وې، چې څه باندې ۱۰۰ کسان ترې مړه شوي وه.
د دغه وزارت ویاند شرافت زمان وایي، چې په تېرو دوه میاشتو کې د کانګو تبه ۳۸ سلنه زیاته شوې ده.
د کانګو تبه له څارويو څخه انسانانو ته لېږدول کېږي.
د ډاکټرفریدالله عمري د څرګندونو له مخې؛ د دې لپاره، چې خلک د اختر په ورځو کې څاروي قرباني کوي؛ نو له دې ناروغۍ انسانانو ته د لېږدېدو شونتیا ډېره ده، چې خلک بايد روغتیایي سپارښتنو ته ډېر پام وکړي.
نوموړي وبلي؛ د دې ناروغۍ د خپرېدو د مخنیوي لپاره باید پر ناروغۍ اخته کسان قرنطین شي او له روغو کسانو لرې وساتل شي.
ویل کیږي، چې په دې ناروغۍ د اخته کېدو لپاره باید د قربانۍ پرمهال حفظ الصحې ته ډېر پام ولرو.