تازه خبرونه

د کانونو وزارت د هرات حوزې د تېلو استخراج  لپاره د شرکتونو د اسنادو ارزول پیل کړل

د هېواد د تېلو د پروسس د فابریکو ټولنې مرستیال ذبیح الله نظري وایي: که له کورنیو پانګوالو څخه ملاتړ زیات شي مونږ چمتو یوو، چې د تېلو په سکټور کې پر لوړ حجم او نړیوال معیار برابر پانګونه نوره هم زیاته کړو او مونږ يي بشپړ ظرفیت هم لرو.

Published

on

(Last Updated On: )

د کانونو پټرولیم وزارت مسوولینو ويلي، چې د هرات حوزې د نفتو استخراج  لپاره په لسګونه بهرنیو او کورنیو شرکتونو خپل اسناد د کانونو وزات ته سپارلي، چې د دې وزارت لهخوا يي د ارزونې بهیر پیل او په نږدې راتلونکي کې به یې ګټونکی شرکت معلوم شي.

د کانونو او پټرولیم وزارت ويلي، چې افغانستان د تېلو او ګازو په سکټور کې ترټولو لوړ ظرفیت لري او له دې ظرفیتونو څخه د عملي ګټې اخیستنې هڅې ورځ تر بلي د پرا ختیا په حال کې دي.

د کانونو وزارت مسوولینو څرګنده کړې؛ له آمودریا نفتي حوزي وروسته د هرات په نفتي حوزه کې به هم د تېلو د استخراج بهیر تړونونه په نږدې راتلوونکي کې لاسلیک شي.

د کانونو وزارت د څرګندونو له مخې؛ په هرات نفتي حوزه کې د تېلو د استخراج  لپاره د لېواله شرکتونو د اسنادو ارزونه يي پیل کړې او په نږدې راتلوونکي کې به ګټونکی شرکت  مشخص او ور سره به تړون لاسلیک شي.

د کانو نو وزارت وايي، چې په داوطلبۍ کې کورنيو او بهرنيو معتبرو شرکتونو خپل اسناد دې وزارت ته وړاندې  کړي دي.

د کانونواو پترولیم وزارت ویاند همایون افغان وایي: د هرات نفتي حوزه، چې داوطلبۍ ته وړانډې شوې ډېرو کورنیو، نړیوالو او د سیمي شرکتونو په کې د پانګونې لپاره خپل اسناد وړاندې کړي او د اسنادو د ارزونې بهیر یې روان دی، چې په نږدې راتلوونکې کې به ګټونکي شرکت معلوم او د عملي چارو پیل ته به یې لار اواره شي.

د هېواد د خصوصي سکټورغړي هم وايي: که د تېلو په استخراج او پروسس کې ورته د پانګونې زمینه برابره شي؛ دوۍ چمتو دي، چې د هېواد په بېلا بېلو نفتي حوزو کې پانګونه وکړي.

دوی زیاته کړې، چې دمګړۍ هم د کورنیو پانګوالو له‌خوا د تېلو په سکټور کې پانګونه شوې او لېواله دي، چې نوره هم دا پانګونه معیاري او پراخه کړي.

د هېواد د تېلو د پروسس د فابریکو ټولنې مرستیال ذبیح الله نظري وایي: که له کورنیو پانګوالو څخه ملاتړ زیات شي مونږ چمتو یوو، چې د تېلو په سکټور کې پر لوړ حجم او نړیوال معیار برابر پانګونه نوره هم زیاته کړو او مونږ يي بشپړ ظرفیت هم لرو.

د هېواد د نفتو د پروسس فابریکو ټولني د مسوولینو د څرګندونو له مخې؛ دمګړۍ په دې سکټور کې کورنیو پانګوالو ۳۰۰ میلیون ډالر پانګونه کړې او نږدې لس زره کسانو ته يي د کاري زمینې د برابرولو ترڅنګ د کورني  مارکیټ اتیا سلنه ستونزه حل کړې اوزیاتوي، چې د اومه تېلو له زیاتېدو سره به د پانګونې او پرو سس حجم  نور هم لوړ کړي.

Trending

Exit mobile version