تازه خبرونه

د کاسا – ۱۰۰۰ برښنا مزي پروژه وځنډول شوه

Published

on

(Last Updated On: )

 د کاسا – ۱۰۰۰  پروژه، چې د منځنۍ آسیا او جنوبي آسیا ترمنځ د برښنا مزي د غزولو لپاره د ۱،۲ میلیارد دالرو پر ارزښت پروژه ده، په افغانستان کې د اقتصادي او بشري بحرانونو له کبله وځنډول شوه.

یو شمېر تاجکستانيو  چارواکو ویلي؛ په افغانستان کې د ګډوډۍ له کبله د  کاسا ۱۰۰۰ برښنا لېږد پروژې کار ودرول شو.

دا څرګندونې د تاجکستان د کاسا ۱۰۰۰ پروژې د پلي کولو د څانګې مسوولینو ځینې رسنیو ته کړي.

دوی زیاته کړې؛ د دې پروژې کار به راتلونکي کال په قرغستان، تاجکستان او پاکستان کې بشپړ شي؛ خو په افغانستان کې به يي کار پټه ولاړ وي.

د افغانستان د اقتصاد وزارت بیا د تاجکستانيو چارواکو دا څرکندوني له حقیت لري بولي.

په پام کې وه، چې د کاسا – ۱۰۰۰ پروژې له لارې افغانستان ته ۳۰۰ میګاواته او پاکستان ته ۱۰۰۰ میګاواته برښنا ولېږدول شي. د دې پروژې مالي تمویل د آسیا پراختیا يي او نړیوال بانک لخوا کیده. دې بنسټونو په دې وروستیو کې پرېکړه کړې، چې په افغانستان کې نورو اړینو چارو لکه پوهنې، کرنې، روغتیا او مهمو کورنیو پروګرامونو ته هم  پام وکړي.

د تاجکستان د کاسا ۱۰۰۰ پروژې د تطبیق د څانګې مشر یوازې هیله  څرګنده کړې، چې د دې پروژې د پلي کولو لپاره به له افغان لوري سره تماسونه ټینګ شي.

د افغانستان د اقتصاد وزارت بیا د کاسا ۱۰۰۰ پروژې په اړه د تاجکستانيو چارواکو وروستۍ  څرګندونې له حقایقو لیري بولي او زیاتوي، چې افغانستان چمتو دی، چې د کاسا ۱۰۰۰ پروژې پلي کولو ته ټولې آسانتیاوې برابرې کړي.

د اقتصاد وزارت مرستیال عبد الطیف نظري وایي؛ په افغانستان کې له بل هر وحت اوس پوره امنیت خوندي دی، شفافیت رامنځته  شوی او مونږه د کاسا ۱۰۰۰ په ګډون د ټولو سیمه ییزو اقتصادي پروژو د پلي کولو أپاره چمتوالي لرو او دا وروستۍ څرګندوني له حقایقو لرې دي.

که څه هم د اسلامي امارت مشرتابه تل ویلي، چې له سيمې او ګاونډ هېوادونو سره ښې اړیکې غواړي او هڅه کوي، چې د لویو سیمه ییزو اقتصادي پروژو د پلي کیدو لپاره آسانتیاوې برابرې کړي.

د اقتصادي چارو کارپوهان هم  د تاجکستانيو چارواکو وروستۍ څرګندوني له حقیقته لري بولي او زیاتوي ، چې په افغانستان کې تربل هروخت د لویو اقتصادي پروژو د پلي کیدو لپاره بستر برابر دی.

د اقتصادي چارو شنونکی تاج محمد تلاش وایي: زه په پوره ډاډ ویلي شم، چې د تاجکستانيو چارواکو اداعا له حقیقته لري ده. په افغانستان کې اوس د لویو اقتصادي پروژو د عملي کیدو لپاره تر ټولو ښه فرصت رامنځته شوی او هیله لرو، چې ټولي هغه لويې سیمه ییزې اقتصادي پروژې په همدې وخت کې پلې شي.

د رویترز خبري آژانس د راپورله مخې؛ تاجکستان او قرغزستان د اوړي په موسم کې له اړتیا څخه زیاته برښنا تولیدوي، خو په ژمي کې وخت په وخت د برښنا له کمښت سره مخ کېږي، چې له کبله یې د سیمې له نوروهېوادونو تېل یا برښنا اخلي.

Trending

Exit mobile version