Connect with us

تازه خبرونه

د کابینې پاتې غړي به ډیر ژر ولسي جرګې ته وروپیژندل شي

خپور شوی

د

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

vlcsnap-2015-02-02-17h44m05s13

اجرایېه رییس ډاکتر عبدالله عبدالله د بهرنیو چارو د وزیر صلاح الدین ربانې د پیژندنې په مراسمو کې وویل چې د ملي یووالي د حکومت د کابینې پاتې غړي به ډیر ژر ولسي جرګې ته وروپیژندل شي.

اجرایېه رییس له ولسي جرګې غواړي اوسنیو شرایطو ته په کتو د کابینې پاتې غړیو ته ته د باور رایې وکړي.

اته تنه وزیران او د ملې امنیت د عمومې رییس چې د ولسې جرګې لخوا د باور رایې ترلاسه کړې، د ملې وحدت د حکومت د مشرانو لخوا اړوندو بنسټونو ته وپيژندل شول او نن یې رسمآ کارونه پیل کړل.

ډاکتر عبدالله عبدالله اجراییه رییس:

د ددې وزیرانو د ټاکلو لپاره له ولسي جرګې مننه کوم او ټاکل شوې په نږدې راتلونکې کې پاتې نوماند وزیران هم معرفي شي. موږ له ولسي جرګې غواړو چې اوسني شرایط په پام کې ونیسي او دوې ته رایې ورکړي.

 

په همدې حال کې د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین ربانې وایې چې د یو واحد او متخصص ټیم او د مسلکې ټولنې په جوړولو سره به بهرني سیاست پراخ کړي او د سیمې د هېوادونو په همکاری سره به له تروریزم سره د مبارزې په برخه کې کار وکړي.

صلاح الدین ربانې د بهرنیو چارو وزیر:

د بهرنیو چارو وزارت له ټولو وزارتونو بامسوولیت او مهم دی. که چې ملت پر ما باور کړی او مسوولیت یې ما ته راکړی. زه او له ما سره ملګري ټول هڅه کوو چې اوسنیو شرایطو ته په کتو بهرني سیاست ته پراخوالی ورکړو.

 

اوس مهال د ۲۵ وزارتونو له جملې اته وزارتونه په کار پیل کړی او پاتې وزارتونه هم د سرپرستانو لخوا اداره کیږي؛ هغه موضوع چې اکثره خلک پري نیوکې کوي. که څه هم حکومت ژمنه کړې چې د کابینې پاتې برخه به ډیر ژر وروپیژندل شي؛ خو اوس ولسې جرګه په ژمنیو رخصتیو کې په سر وړي او د د دوی د رخصتیو پای ته هم له یوې میاشتي ډیره موده پاتې ده.

خبریال:نعمت الله احمدی

Advertisement

تازه خبرونه

افغانستان او چین په سیمه کې پوره همغږۍ او همکاریو ته اړتیا لري – امیر خان متقي

Published

on

(Last Updated On: غویی ۴, ۱۴۰۳)

د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي ویلي، چې په سیمه کې وروستۍ پېښې او پرمختګونه ښیي، چې افغانستان او چین د ګډو ګټو د ساتلو لپاره پوره همغږۍ او همکارۍ ته اړتیا لري.

امیر خان متقي دغه څرګندونې په کابل کې د چین له سفیر ژاو‌شینګ سره په کتنه کې کړې دي.

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت نن (سې شنبه د غویی څلورمه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دواړو لوریو په سیمه کې د افغانستان او چین ترمنځ پر دوه اړخیزو سیاسي، اقتصادي او فرهنګي همکاریو او وروستیو پرمختګونو خبرې کړې دي.

د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي د دواړو هېوادونو ترمنځ د سیاسي، اقتصادي او فرهنګي اړیکو له پراختیا څخه خوښي څرګنده کړه او وایي، چې اسلامي امارت د سوداګرۍ او پانګونې په برخه کې ښه فرصتونه رامنځته کړي دي.

امیرخان متقي وایي: چین ته د انارو او جلغوزیو د صادراتو زیاتوالی او د مس عینک او واخان دهلیز په پروژو کې پرمختګونه د اسلامي امارت د متوازن اقتصادي سیاست ښکاره بېلګې دي.

د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ د چین سفیر له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې شوي پرمختګونه مثبت وګڼل او زیاتوي: چینايي سوداګر او پانګوال به وهڅوي، چې له افغانستان سره د اوږدمهاله اقتصادي همکاریو په برخه کې خپل رغنده رول ولوبوي.

هغه دا ډاډ هم ډاډ څرګند کړی، چې هېواد به یې د واخان دهلېز د مسلې په اړه د دوه اړخیزو همکاریو لارې چارې او امکانات وارزوي.

Continue Reading

تازه خبرونه

راشد خان د افغان بیسیم سوداګریز سفیر شو

Published

on

(Last Updated On: غویی ۴, ۱۴۰۳)

د افغان بیسیم مخابراتي شرکت څرګنده کړې، چې راشد خان د دې شرکت د سوداګریز سفیر په توګه ټاکل شوی دی.

یاد شرکت په فیسبوک پاڼه کې څرګنده کړې؛ راشد خان ځوان، ټولنیز او نومیالی شخصیت دی، چې د هېواد د کرکټ په ډګر کې ښه ځلیدلی دی.

راشد خان هم په فیسبوک پاڼه کې د افغان بیسیم د سوداګریز سفیر په توګه د ټاکل کېدو په اړه خوښي څرګنده کړې ده.

هغه افغان بیسیم د یو غوره شرکت په توګه یاد کړی او څرګندوي، چې افغان بیسیم د مخابراتو په برخه کې یو مخکښ شرکت دی.

Continue Reading

تازه خبرونه

د اسلامي همکاریو ټولنې پلاوي د اروپايي ټولنې له استازې سره ولیدل

Published

on

(Last Updated On: غویی ۴, ۱۴۰۳)

د اروپايي ټولنې او اسلامي همکاریو ټولنې استازو په افغانستان کې د بشري او تعلیمي وضعیت په اړه خبرې وکړې.

په افغانستان کې د اروپايي ټولنې چارسمبالې رافایلا یودیچه په کابل کې د اسلامي همکاریو ټولنې له ځانګړي استازي طارق علي بخیت او مل پلاوي سره وکتل.

میرمن یودیچه په ایکس پاڼه کې لیکلي، چې دوی د افغانستان پر بشري، اقتصادي او تعلیمي وضعیت خبرې کړې دي.

هغې زیاته کړې: بنسټیز ملاتړ اوس هم د خلکو لپاره اړین دی. د ښځو غږ باید په افغانستان کې د هر راز خبرو اترو او رغنده تعامل برخه وي.

له دې مخکې د اسلامي همکاریو ټولنې پلاوي د اسلامي امارت له چارواکو سره کتلي دي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!