تازه خبرونه
د کابل- کندهار پر لويه لار د ترافيکي پېښې له کبله ۳۸ کسانو ته مرګ و ژوبله اوښتې

(Last Updated On: )
د غزني سيمهييز چارواکي وايي، چې د سې شنبې پر ورځ ( د کب پېنځلسمه) د دې ولايت په “ناني” سیمه کې د کابل- کندهار پر لويه لار د يوې ترافيکي پېښې له کبله ٦ کسان مړه شوي او ٣٢ نور ټپيان دي.
د چارواکو د څرګندونو له مخې؛ په وژل شویو کې ماشومان او ښځې هم شته او ټول ټپیان د غزني روغتیايي مرکزونو ته وړل شوي دي.
د یو شمې ټپیانو روغتیایي حالت د اندېښنې وړ دی.