تازه خبرونه
د کابل ښار په یوه پلورنځي کې له چاودنې شپږ کسان ټپیان شول

(Last Updated On: )
د کابل پولیس وايي، چې نن سهار (شنبه د سلواغې ۱۸) د کابل ښار په لومړۍ ناحیه کې له یوې چاودنې شپږ ملکي وګړي ټپیان شوي دي.
د پولیسو د څرګندونو له مخې، په ټپیانو کې درې کسان اهل هنود دي.
پولیس وایي، چاودنه د کابل د لومړۍ ناحیې د باغ قاضي په یوه پلورنځي کې رامنځته شوې ده.
د پیښې لامل تراوسه روښانه ندی؛ خو پولیس وايي، چې په دې اړه یې څېړنې پیل کړې دي.
تر دې دمه د چاودنې مسوولیت چا ندی منلی.