تازه خبرونه
د کابل ښار سوالګر راټول او ورته د کار زمینه برابره کړئ – د اسلامي امارت مشرتابه

(Last Updated On: )
د افغانستان اسلامي امارت مشرتابه شیخ هبة الله آخوندزاده د رییس الوزرا اقتصادي مرستیال ته سپارښتنه کړې، چې د بېلابېلو ادارو پر مرسته په کابل ښار کې سوالګر راټول او هغوی ته د کار او سرپناه رامنځته کولو زمینه برابره کړي.
په یادې سپارښتنې کې راغلي، چې سوالګر دې بایومیټریک او ثبت شي.
دغه راز په ډاګه شوې؛ هغه سوالګر، چې مهارتونه لري پر اړوند برخو کې به پر دندو وګمارل شي او له هغوی څخه به وغوښتل شي، چې نور به په لارو او سړکونو کې سوال نکوي.
ویل کیږي، چې سوالګرو ماشومانو ته به د تعلیم او هغو سوالګرو ته، چې د کار کولو وس نلري؛ د اسلامي امارت له لوري د معاش زمینه برابره شي.