تازه خبرونه

د کابل په پاسپورت ریاست کې افغان بېسیم د مراجعینو د تمخونې جوړول پیل کړل

Published

on

(Last Updated On: )

د کابل پاسپورت ریاست په انګر کې د افغان بېسیم مخابراتي شرکت لخوا د مراجعینو لپاره د د تمخونې ( د انتظار سالون) د بنسټ ډبره کيښودل شوه.

د افغان بېسیم مخابراتي شرکت او پاسپورت ریاست چارواکو د پاسپورت دفتر لپاره د تمخونې د بنسټ ډبره کېښوده. دغه تمخونه د افغان بېسیم مخابراتي شرکت د دوه میلیون افغانیو پر مالي مرسته جوړېږي.

د دغه شرکت استازي وايي، دا تمخونه به د ۵۰۰ کسانو د ځایولو وړتیا ولري.

د افغان بيسيم مخابراتي شرکت د ساحوي زون مشر وايي، چې د دې تمخونې پر جوړېدو څه باندې دوه ميليونه افغانۍ لګښت راځي او له جوړېدو سره به یې له ۵۰۰ څخه ډېرو کسانو ته د کیناستو زمینه برابره شي.

د پاسپورټ ریاست مرستیال حافظ عبدالخالق محمدي د افغان بېسیم شرکت له دې کار څخه د مننې د څرګندولو تر څنګ ويلي، چې مراجعینو ته به په دې تمخونه کې د تودوخې او سړې هوا آسانتیاوې هم برابرې کړي.

پاسپورت غوښتونکی محمد قسیم وایي؛ مونږ له افغان بیسیم مخابراتي شرکت څخه مننه کوو، چې د مراجعینو لپاره یې انګر تاسیس کړی، چې په ژمي او وړي کې توده او سړه هوا خوندي کړي.

د پاسپورت یو بل غوښتونکي نصیب ګل ویلي؛ مونږ له افغان بېسیم شرکت څخه مننه کوو، چې له خلکو سره همکاري کوي.

افغان بېسیم مخابراتي شرکت د دې تر څنګ له دولتي ادارو سره په ساختماني برخه کې همکاري کړې او د دغه شرکت مسوولین وايي، چې له خلکو او دولت سره په ډېرو نورو برخو کې به بېلابېلې همکارۍ روانې وساتي.

Trending

Exit mobile version