تازه خبرونه
د کابل په برچي سیمه کې ځانمرګي لسګونه کسانو ته مرګ و ژوبله اړولې

(Last Updated On: )
کورنیو چارو وزارت منلې، چې د کابل ښار د برچي د پلخشک په اړوند سیمه کې ځانمرګی برید رامنځته شوې.
کورنیو چارو وزارت ویاند په ډاګه کړې، چې نن ماښام یو ځانمرګی بریدګر موخې ته له رسیدو مخکې د کوثر روزنیز مرکز د ساتونکیو لخوا پېژندل شوی دی.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ دغه بریدګر هڅه کول، چې کوثر روزنیز مرکز ته وردننه شي؛ خو له پېژندلو وروسته یې ځان په کوڅه کې والوزاوه.
تر دې دمه ۱۰ وژل شوي کسان او ۲۰ ټپیان روغتون ته لیږدول شوي دي.
طالبانو د دغې چاودنې په اړه ویلی، چې برید د دوی کار ندی.
تر دې دمه هیچا د پېښې مسوولیت پر غاړه ندی اخیستی.