Connect with us

تازه خبرونه

د کابل په برچي روغتون کې د بې پولې ډاکترانو هڅې تم شوې

خپور شوی

د

د بې پولې ډاکټرانو ټولنې په ډاګه کړې؛ د کابل ښار د برچې ۱۰۰ بستریز روغتون ډاکټرانو د زېږنتون څانګه تړلې ده.

د بې پولې ډاکټرانو دا پرېکړه له هغې وروسته پلې کیږي، چې تېره میاشت د دې روغتون د مور و ماشوم  پر څانګه ډله ییز وسلوال برید تر سره شو، چې په کې ۱۶ میندې، یوه قابله، دوه ماشومان او ۶ نور کسان ووژل شول.

دغه روغتون له تېرو څوکلونو راپدیخوا د بې پولې ډاکټرانو ټولنې اداره کاوه، چې اوس له امنیتي وېرې وتړل شو.

د دې بشري ټولنې په اعلامیه کې راغلي، چې د افغانستان حکومت تر دې دمه بریالی شوی ندی، چې د پېښې عاملان ونیسي او انګېزه یې هم په ډاګه کړي.

بې پولې ډاکټرانو دا پرېکړه د خلکو لپاره دردناکه؛ خو اړینه یاده کړې ده.  

د دې ټولې د څرګندونو له مخې؛ د برچي سیمې د زېږنتون تړل او د MSF د هڅو پای د اړوند سیمي له یو میلیون ډېرو خلکو ته ښه زیری ندی؛ خو دا یوه دردناکه او اړینه پرېکړه ده.

د دې سیمې ډېري خلک هزاره ـ یوې ډډې ته شوي او د تاریخ بېوسه خلک دی، چې د وروستیو لسیزو له جګړو بې ځایه شوي دي.

د بې پلې ډاکټرانو عمومي مدیرتیري آلافورټ – دوورګو ویلي؛ مونږ باید واقعیت ومنو... زمونږ پاتې کیدل او هڅې روانې ساتل به دا معنا ولري، چې انسانان ووژل شي.   

هغه زیاته کړې: مونږ پوهیدو، چې په برچي کې پاتې کیدل؛ ځان زیانمنول دي، خو دا مو نه منله، چې څوک به د ماشومانو او د هغو له میندو، چې د زېږون په حال کې وې؛ ګټه پورته کړي.

د نوموړي په وینا؛ اوس باید دا واقعیت ومنو، چې لوړ دیوالونه او پلنې دروازې د دغه راز پېښو مخنیوی نشي کولی.

په هره توګه دې ټولنې ویلي؛ که څه هم بې پولې داکټران امنیتي حالاتو اړ کړل، چې په برچي سیمه کې خپلې هڅې ودروي، خو مونږ د نورو لارو د موندلو په هڅه کې یو، چې روغتیایي خدمتونو ته لاسرسی ومومو.  

د بې پولې ډاکټرانو ټولنې د عامې روغتیا وزرارت په همکارۍ  په ۲۰۱۴ کال کې د برچې روغتون اړوند څانګه جوړه؛ میندو او ماشومانو ته یې ۲۴ ګړۍ بې پیسو خدمتونه پیل کړل.  

تازه خبرونه

د ناروې سفارت چارسمبالي د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت له سیاسي مرستیال سره وکتل

د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې شېر محمد عباس ستانکزي له البرټ ایلساس سره په کتنه کې پر دوه اړخیزو سیاسي او بشري مسایلو خبرې وکړې او په دې کتنه کې دواړو لورو هیله څرګنده کړه، چې د متقابل عمل په دوام به ستونزې اوارې شي.

Published

on

له هغې وروسته، چې ناروې له اسلامي امارت سره ډیپلوماټیکې اړیکو له کمي خبر ورکړ؛ په افغانستان کې د ناروې سفارت مشر کابل ته راغی او د بهرنیو چارو وزارت له سیاسي مرستیال سره یې د دواړو هېوادونو پر اړیکو خبرې وکړې.

د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې شېر محمد عباس ستانکزي له البرټ ایلساس سره په کتنه کې پر دوه اړخیزو سیاسي او بشري مسایلو خبرې وکړې او په دې کتنه کې دواړو لورو هیله څرګنده کړه، چې د متقابل عمل په دوام به ستونزې اوارې شي.

څه مخکې د ناروې بهرنیو چارو وزارت اعلان وکړ، چې د اسلامي امارت له لوري د نجونو لپاره د طبي موسسو د تړلو په غبرګون کې غواړي له افغانستان سره خپلې اړیکې کمې کړي. اوس د افغانستان لپاره د ناروې د سفارت چارسمبالي کابل ته کړی، چې د اسلامي امارت له چارواکو سره له نږدې خبرې وکړي.

د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شېر محمد عباس ستانکزي له البرټ ایلساس سره په کتنه کې د افغانستان او ناوري ترمنځ د سیاسي اړیکو پیاوړتیا مهمه وګڼله او د کابل او اوسلو ترمنځ یې د اړیکو پر پراختیا ټینګار وکړ.

د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې دا هم ویل شوي؛ په دې کتنه کې دواړو لوریو هیله څرګنده کړه، چې د متقابل عمل دوام به د شته ستونزو لپاره د «رغنده حل لارې» لامل شي.

دا لیدنه په داسې حال کې تر سره کېږي، چې ناروې په کابل کې سفارت نلري او په افغانستان کې د دې هېواد ډیپلوماټیک ماموریت د قطر له پلازمېنې دوحې څخه اداره کېږي. له بلېخوا د سپټمبر پر دولسمه په ناروې کې د افغانستان د سفارت د فعالیتونو له ځنډولو وروسته د ناروې بهرنیو چارو وزیر ټینګار وکړ، چې هېواد به یې د اسلامي امارت سفیر ونه‌مني.

Continue Reading

تازه خبرونه

ټاکل شوې په افغانستان کې د ګوزڼ واکسین نوی کمپاین پیل شي

دې بنسټ دا ندي ویلي، چې په کومو ولایتونه به پیل شي او یا به د واکسین دا کمپاین څو ورځې روان وي.

Published

on

له "پولیو څخه پاک افغانستان" بنسټ خبر ورکړی، چې د دوشنبې پر ورځ( د مرغومي درېیمه / د ډسمبر درویشتمه به د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د ګوزڼ واکسین نوی پړاو پیل شي.

دې بنسټ دا ندي ویلي، چې په کومو ولایتونه به پیل شي او یا به د واکسین دا کمپاین څو ورځې روان وي.

افغانستان او پاکستان په نړۍ کې یوازني دوه سیمې دي، چې د پولیو ناروغي په کې له منځه نده تللې.

د ۲۰۲۳ کال د ډسمبر پر څلورمه د روغتیا نړیوالې ټولنې په افغانستان کې د ګوزڼ په پېښو کې ۲۸۳ سلنه زیاتوالی ښودلی و. د روغتیا نړیوالې ټولنې په ۲۰۲۴ ز. کال کې د ماشومانو د ګوزڼ ویروس لومړی ډول لپاره ویلي وه، چې د مثبت چاپېریال نمونو شمېر د ۲۰۲۳ د ۶۲ پیښو پر پرتله ۸۴ ته رسیدلی.

د عامې روغتیا وزارت د ۲۰۲۴ کال په نومبر کې ادعا وکړه، چې په روان کال  کې د پولیو کومه نوې پېښه نده ثبت شوې.

Continue Reading

تازه خبرونه

په پروان ولایت کې ۵ زره جریبه ځمکه دولتي تثبیت شوه

د اسلامی امارت عدلیې وزارت ویاند زیاته کړې؛ تخنيکي پلامي په دې سفر کې ۵ زره جریبه ځمکه د یوزباشي د اوسیدونکیو د اعتراف له مخې دولتي تثبیت او تشخیص کړه او پرېکړه یې وکړه، چې په دې برخه کې لازم اجرآات ترسره شي.

Published

on

د پروان ولایت د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي تخنیکي پلاوي تېره اوونۍ د غصب شويو ځمکو د ارزونې لپاره د دې ولایت د بګرام ولسوالۍ یوزباشي سیمې ته سفر وکړ.

د اسلامی امارت عدلیې وزارت ویاند زیاته کړې؛ تخنيکي پلامي په دې سفر کې ۵ زره جریبه ځمکه د یوزباشي د اوسیدونکیو د اعتراف له مخې دولتي تثبیت او تشخیص کړه او پرېکړه یې وکړه، چې په دې برخه کې لازم اجرآات ترسره شي.

د یاد بنسټ د څرګندونو له مخې؛ د دولتي ځمکو د ارزونې، تثبیت او استرداد بهیر په ټولو ولایتونو کې روان دی او د غصب شویو زرګونه جریبو دولتي ځمکو دوسیې، د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمیسیون او په ولایتونو کې د یاد کمیسیون د تخنیکي پلاویو تر ارزونې لاندې دي.

 ویل کیږي، چې د دولتي ځمکو د غصب د ارزونې بهیر د کابل په ګډون په ټول هېواد کې روان دی. 

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2024 Ariana News. All rights reserved!