Connect with us

تازه خبرونه

د کابل ولایت د قره باغ ولسوال له یوه وسلوال برید روغ رمټ راوتلی

خپور شوی

د

(Last Updated On: )

د کابل ولایت د قره باغ ولسوال خواجه محمد حنیف صدیقي آریانا نیوز ته څرګنده کړې، چې نن غرمه شاوخوا یوه بجه د کابل – پروان پر سړک د ناڅرګندو وسلوالو تر برید لاندې راغلی دی.

خواجه صدیقي زیاته کړې؛ دغه پېښه د دې ولسوالۍ د باغ عارق په اړوند سیمه کې هغه مهال رامنځته شوه، چې دی د کور پر لوري روان و.

نوموړي منلې، چې د ناڅرګندو وسلوالو په دې برید کې د هغه یو ساتونکی مړ شوی او دی له پېښې ژوندی پاتې شوی دی.

د کابل ولایت د قره باغ ولسوالي په دې وروستیو ورځو کې پوره ناامنه شوې؛ خو د قره باغ ولسوال ویلي، چې د دغې لویې لارې د امنیت لپاره اوسمهال ۵۰۰ امنیتي ځواکونه ځای په ځای شوي دي.

تېره اوونۍ فوزیه کوفي، چې د سولې مرکچي پلاوي غړې او یوه سیاسي فعاله ده هم په قره باغ کې د ناڅرګندو وسلوالو تر برید لاندې راغلې؛ خو پر لاس ټپي او ژوندۍ پاتې شوه.

تر اوسه د دغو بریدونو مسوولیت چا نه دی منلی.

تازه خبرونه

په اسلامي امارت کې اطاعت شته او هیڅوک نشي کولی دا نظام ووېشي – متقي

بهرنیو چارو وزارت چارسمبالی(سرپرست) یوه کلتوري پروګرام ته د وینا پرمهال د اسلامي امارت په لیکو کې د هر ډول اختلاف شتون رد کړ او وايي، چې په اوسني نظام کې اطاعت شته او هیڅوک نشي کولی دا نظام ووېشي.

Published

on

(Last Updated On: )

 د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالی(سرپرست) امیر خان متقي د اسلامي امارت په لیکو کې هر ډول اختلاف ردکړ او وايي، چې په اوسني نظام کې اجماع شته او هیڅوک باید د اختلاف تصور هم ونکړي؛ ځکه، نو هیڅوک نشي کولی دا نظام ووېشي.

بهرنیو چارو وزارت چارسمبالی(سرپرست) یوه کلتوري پروګرام ته د وینا پرمهال د اسلامي امارت په لیکو کې د هر ډول اختلاف شتون رد کړ او وايي، چې په اوسني نظام کې اطاعت شته او هیڅوک نشي کولی دا نظام ووېشي.

امیر خان متقي زیاته کړې؛ په ټولیزه توګه په هېواد کې امنیت شته او خلک باید د هغو کسانو تر اغېز لاندې را نشي، چې د نظام ویجاړول غواړي.

امیر خان متقي د کورنیو چارو وزارت چارسمبالي(سرپرست) سراج الدین حقاني او د اسلامي امارت د دوه نورو غړو پر سر د انعام لغوه کول هم د دوی د نه‌ستړې کیدونکو هڅو پایله ګڼي.

نوموړي زیاته کړې؛ په ټول هېواد کې امنیت شته او مخالفان جغرافیاوي پولې نلري.

هغه ټینګار کوي، چې هېواد له څلورو لسیزو څخه ډېر وخت په بحران کې دی؛ بیا رغونه یې یو ستونزمن او وخت نیونکی کار دی؛ خو اسلامي امارت قوي اراده لري او هیڅوک باید د اسلامي رژیم د مخالفانو د تبلیغاتو تر اغېز لاندې را نشي.

ویل کیږي، چې دا مهال په بهر کې ۴۱ فعال ماموریتونه شتون لري او د نړۍ له بېلابېلو هېوادونو څخه پلاوي افغانستان ته سفر کوي.

Continue Reading

تازه خبرونه

خصوصي سکټور د کابل په ده‌سبز ولسوالۍ کې د صنعتي پارک جوړولو غوښتنه وکړه

د دې وزارت د څرګندونو له مخې؛ په دې لیدنه کې د خصوصي سکټور غړو د کابل ولایت په ده‌سبز ولسوالۍ کې پر زر جریبه ځمکه د ۱۲ میلیون ډالرو پر پانګونه د خصوصي صنعتي پارک جوړولو ته خپله لېوالتیا څرګنده کړه.

Published

on

(Last Updated On: )

د صنایعو او سوداګرۍ وزارت ویلي، چې د دې وزارت چارسمبالي(سرپرست) نورالدین عزیزي د خصوصي سکټور له یو شمېر غړو سره ولیدل.

د دې وزارت د څرګندونو له مخې؛ په دې لیدنه کې د خصوصي سکټور غړو د کابل ولایت په ده‌سبز ولسوالۍ کې پر زر جریبه ځمکه د ۱۲ میلیون ډالرو پر پانګونه د خصوصي صنعتي پارک جوړولو ته خپله لېوالتیا څرګنده کړه.

دغه راز ټینګار شوی، چې د دې صنعتي پارک جوړول او فعالول به سلګونو صنعتکارانو ته د فعالیت فرصتونه او زرګونو خلکو ته د کار زمینه برابره کړي.

نورالدین عزیزي د دغو پانګوالو له طرحې هرکلی وکړ او له هغوی یې وغوښتل، چې د صنعتي پارک طرحه د صنایعو او سوداګرۍ له وزارت سره شریکه کړي، چې د پلي کولو لپاره پرې یوه تخنیکي ډله کار وکړي.

Continue Reading

د هوا حالاتو بدلونونه

په بیجینګ کې د نړیوالو کنوانسیونونو د چمتووالي په غونډه کې افغان پلاوي ګډون وکړ

دا غونډه د درې اړخیزو کنوانسیونونو له رسمي کنفرانس څخه مخکې د نظرونو د تبادلې او همغږۍ لپاره جوړه شوه، چې ټاکل شوې د ۲۰۲۵ کال د اپریل له اته‌ویشتمې څخه د می تر دولسمې پورې د سویس په ژنیو کې ترسره شي.

Published

on

(Last Updated On: )

د افغانستان چاپېریال ساتنې ملي ادارې یوه پلاوي، چې مشري یې د دې ادارې مالي او اداري مرستیال سعدالدین سعید لرله؛ د چین په بیجینګ کې د آسیا-پسیفیک سیمهییزې او د باسل، روټرډام او سټاکهولم نړیوالو کیمیاوي کنوانسیونونو د کنفرانسونو د چمتووالي په غونډه کې ګډون وکړ.

دا غونډه د درې اړخیزو کنوانسیونونو له رسمي کنفرانس څخه مخکې د نظرونو د تبادلې او همغږۍ لپاره جوړه شوه، چې ټاکل شوې د ۲۰۲۵ کال د اپریل له اته‌ویشتمې څخه د می تر دولسمې پورې د سویس په ژنیو کې ترسره شي.

د غونډې په بهیر کې د سټاکهولم کنوانسیون د ملي تطبیقي پلان وړاندې کول، د کنوانسیون صمیمو ته د ۱۰ نویو مادو د اضافه کولو پر وړاندیز غور کول او د کیمیاوي موادو د نړیوال مدیریت په اړه د ملګرو ملتونو د راپور پر تحلیل بحث وشو.

د افغانستان اسلامي امارت پلاوي په خپلو خبرو کې د نړیوالې همکارۍ پر ارزښت ټینګار وکړ او د کنوانسیونونو غړو او د ملګرو ملتونو له چاپېریال پروګرام څخه یې د تخنیکي او مالي ملاتړ د پیاوړتیا غوښتنه وکړه، چې په افغانستان کې د کنوانسیونونو د مقرراتو د پلي کولو بهیر ډېر اغېزمن شي.

همدارنګه پلاوي د باسل، روټرډام او سټاکهولم کنوانسیونونو پر راتلونکو پروګرامونو او په غونډو کې د افغانستان د فعال ګډون پر اړتیا ټینګار وکړ او د نړیوالو چاپېریالي ژمنو پر مسوولیت د پلي کولو لپاره یې خپله ژمنه اعلان کړه.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!