تازه خبرونه

د کابل ولایت ارغندۍ ټرانسپورټي ترمینل د جوړولو پرانیسته وشوه

د ریاست الوزراء د اقتصادي مرستیالۍ د خبرپاڼې له مخې:  د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال په هېواد کې د ټرانسپورټي بنسټونو د پراختیا په برخه کې د ارغندۍ ټرانسپورټي ترمینل جوړول مهم وبلل او په دې اړه څرګندوي: د ټرانسپورټي بېخبناوو معیاري رغول او پراخول د یو هېواد د اقتصادي ودې، پرمختګ او د داخلي او سیمه‌ییز اتصال لپاره ډېر مهم او بنسټیز ګام ګڼل کېږي.

Published

on

(Last Updated On: )

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر آخوند نن( د وري درېیمه) د کابل ولایت پغمان ولسوالۍ د ارغندۍ ټرانسپورټي ترمینل د چارو د پيل پرانیسته وکړه.

د ریاست الوزراء د اقتصادي مرستیالۍ د خبرپاڼې له مخې:  د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال په هېواد کې د ټرانسپورټي بنسټونو د پراختیا په برخه کې د ارغندۍ ټرانسپورټي ترمینل جوړول مهم وبلل او په دې اړه څرګندوي: د ټرانسپورټي بېخبناوو معیاري رغول او پراخول د یو هېواد د اقتصادي ودې، پرمختګ او د داخلي او سیمه‌ییز اتصال لپاره ډېر مهم او بنسټیز ګام ګڼل کېږي.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ له بده مرغه په هېواد کې د لسیزو جګړو او فساد له کبله دې مهمې برخې ته پام ندی شوی؛ بلکې په دې برخه کې شته بنسټونه د ټیټ کیفیت له کبله تخریب شوي، عامه ملکیتونه د اشخاصو له لوري غصب او د لویو لارو او سړکونو حریمونه کوچني شوي دي.

ملا برادر آخوند د معیاري ټرانسپورټي بېخبنا ارزښت ته په نغوته کې ویلي؛ پر ټرانسپورټي او مواصلاتي بنسټونو پانګونه، د غصب شویو عامه ملکیتونو بېرته استرداد، د سړکونو او لارو د اصلي حریم تشخیصول او رغول د افغانستان اسلامي امارت یو له اساسي او مهمو ملي موخو څخه ګڼل کېږي.

نوموړي ویلي: د ارغندې ټرانسپورټي ترمینل لپاره  ۴۲ مهم تاسیسات جوړېږي.

د یادونې ده، چې د کابل ولایت د ارغندۍ ټرانسپورټي ترمینل په  شاوخوا ۹۰۰ جریبه ځمکه کې د یو میلیارډ او ۲۸۵ میلیون افغانیو پر لګښت جوړېږي، چې چارې به یې د خصوصي سکټور له لوري په دوه کلونو کې بشپړې شي.

Trending

Exit mobile version