تازه خبرونه
د کابل هوایي ډګر د امنیت خوندي کولو په اړه امریکا او ترکیه هوکړې ته ورسېدل

د ترکیې ولسمشر ویلي، چې هېواد يې د کابل هوایي ډګر د امنیت ساتلو لپاره له امریکا سره هوکړې ته رسېدلی دی.
له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو له اعلان وروسته د ناټو غړیو هېوادونو په تېره ترکيې د کابل د هوایي ډګر د امنیت ساتلو لپاره چمتووالی وښود.
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان ویلي، له ډېرو بحثونو وروسته له واشنګټن سره هوکړې ته رسېدلی، چې د یاد هوایي ډګر امنیت ترکي سرتېرو ته وسپارل شي.
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وایي: زمونږ دفاع وزیر د امریکا له دفاع وزیر سره خبرې وکړې او په دې اړه مو د ناټو ترڅنګ له امریکا سره نورې خبرې هم کړې دي. دلته پر ټولو هغو مواردو، چې کوم ومنو او کوم ونه منو بحث او پرېکړه شوې ده. د افغانستان وضعیت ته په کتو او په مناسبو شرایطو کې به دا کار ترسره شي.
د ولسي جرګې غړې حلیمه صدف کریمي وایي، چې د کابل هوايي ډګر د امنیت خوندیتوب ته باید جدي پاملرنه وشي او د ناټو غړي هېوادونه دې برخه په کې واخلي.
په همدې حال کې پوځي کارپوه اسدالله ندیم ویلي، چې د کابل د هوايي ډګر د امنیت خونديتوب له سیاسي اړخه ډېر اړین دی؛ ځکه دغه ماموریت د ناټو لپاره هم اړین بلل کېږي، ځکه دغه کار له افغانستان څخه د ناټو ملاتړ تضمینولی شي.
له دې سره افغانستان او امریکا د ترکیې له دې اقدام ستاینه کړې ده.
د کابل هوایي ډګر د بهرنیو ډیپلوماټانو د تګ راتګ یوه اصلي لار ده او ټاکل شوې د آګسټ تر ۳۱ د بهرنیو ځواکونو وروستۍ الوتنه هم له دې هوایي ډګره ترسره شي.