سوداگري

د کابل او اسلام‌آباد ترمنځ پر سوداګریزو او ټرانزیټي ننګونو خبرې وشوې

د صنعت وزارت د شنبې پر ورځ( د وري دوه‌یمه) د دې غونډې اعلان وکړ او څرګندوي، چې دا غونډه د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ او ټرانزیټي ننګونو د بیاکتنې، پر اقتصادي اړیکو د سیاسي کړکېچونو د اغېزو مخنیوي او د مهمو اقتصادي مسلو د حل لپاره جوړه شوې وه.

Published

on

(Last Updated On: )

د صنعت او سوداګرۍ وزارت چارسمبالي(سرپرست) نورالدین عزیزي او د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق د منظمو دوه اړخیزو غونډو د ترسره کولو، د سوداګریزو اړیکو عادي کولو، د ترجیحي سوداګرۍ تړون نهایی کولو او د کابل او اسلامآباد ترمنځ سوداګرۍ- ټرانزیټ تړون پورې اړوند مسلو د حل کولو پر اړتیا ټینګار وکړ.

د صنعت وزارت د شنبې پر ورځ( د وري دوه‌یمه) د دې غونډې اعلان وکړ او څرګندوي، چې دا غونډه د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ او ټرانزیټي ننګونو د بیاکتنې، پر اقتصادي اړیکو د سیاسي کړکېچونو د اغېزو مخنیوي او د مهمو اقتصادي مسلو د حل لپاره جوړه شوې وه.

د یاد وزارت د رسنیزې خبرپاڼې له مخې؛ په دې کتنه کې افغانستان ته د پاکستان د لومړي وزیر د مرستیال د سفر، پاکستان ته د افغانستان د اسلامي امارت د پلاوي د سفر د پروګرام، د سوداګریزو خنډونو د ارزونې، د موسمي اړتیاوو د پوره کولو او د افغانستان د اقتصادي ودې په اړه هم بشپړې خبرې وشوې.

نورالدین عزیزي له دې سفر هرکلی وکړ او وایي، چې دا سفر د دوه اړخیزو اړیکو د پیاوړتیا پر لوریو په ځانګړي توګه د سوداګرۍ په برخه کې یو مثبت او رغنده ګام دی.

هغه د صادراتو او وارداتو پر وړاندې د خنډونو په لرې کولو کې د متقابلې همکارۍ پر اهمیت ټینګار وکړ او راتلونکی کرنیز موسم یې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي تعاملاتو د ودې لپاره یو فرصت وګاڼه.

دواړو خواوو د ګډو بحثونو پر دوام او د سوداګرۍ او ټرانزیټ بهیر د اسانتیا لپاره د عملي اقداماتو پر غوره کولو ټینګار وکړ.

Trending

Exit mobile version